د پوهنې وزارت د کارمندانو د معاشونو د ورکړې ځنډول

تعلیق پرداخت معاش کارمندان وزارت معارف

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د پوهنې وزارت سرچینو تایید کړې چې له افغانستان سره د امریکا د مالي مرستو له ځنډولو وروسته، طالبانو د دغه وزارت کارکوونکو ته د معاشونو ورکړه تر بلې خبرتیا پورې ځنډولې ده. د پوهنې وزارت یو شمېر کارمندانو هم اعلان وکړ چې د طالبانو چارواکو ورته خبر ورکړی چې د دوی معاشونه به تر بلې خبرتیا پورې نه ورکول کیږي. دا پریکړه په داسې حال کې وشوه چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې لوړې له مراسمو څو ساعته وروسته د افغانستان په ګډون بهرنیو هیوادونو ته د امریکا د مالي مرستو د ځنډولو حکم لاسلیک کړ. طالبان، چې تل یې ادعا کړې چې د امریکا مرستې پر دوی هیڅ اغیزه نلري، اوس د دولتي کارمندانو د معاشونو په ورکولو کې له جدي ننګونې سره مخ دي.

بیشتر بخوانید:  د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند: استرالیا غواړي په افغانستان کې د خپلو پوځیانو جنګي جنایتونه پټ کړي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه