د پوهنې نړیواله ورځ او له دې نعمت څخه د ښځو دوامداره محرومیت

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7626
۲ کلونه مخکی
شماره خبر 7626
منتشر شده در 2:26 ب.ظ

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې له زده کړو د نجونو د محرومیت دوام به نه یوازې ټول افغانان اغېزمن کړي، بلکې افغانستان به له اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې جلا کړي. اوتنبایوا زیاته کړه چې د ښځو او نجونو تعلیم ته درناوی نه یوازې د لویدیځو هېوادونو هیله ده، بلکې د اسلامي نړۍ غوښتنه هم ده. هغه وویل، طالبان باید په دې پوه شي، چې زده کړه یوازې اخلاقي مکلفیت نه دی، بلکې د ټولنې د هوساینې او سولې لپاره هم اړین دی. د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز لا هم دوام لري او طالبان د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو کوم پلان نه لري. ښوونه او روزنه په نننۍ نړۍ کې د هر انسان له اړینو اړتیاو څخه ده. د ښوونه او روزنه په واسطه په ټولنه کې بدلون را منځته کیږي او خلک د تکامل او پرمختګ په لور لارښوونه کوي. په ټولنه کې پر ځان بسیاینه هغه وخت رامنځ ته کیږي چې تعلیم ته ځانګړې پاملرنه وشي او هر څوک له دې نعمت څخه برخمن شي. زموږ د هېواد خلک په تېره بیا نجونې او ښځې د زده کړو په برخه کې له تبعیض او محرومیت سره مخ دي. دوی د دوو کلونو راهیسي ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تلو منع شوي دي. ډیری نجونې په رواني ناروغیو اخته شوي دي او نورې یې مهاجرت ته اړ شوي یا وختي وادې ته اړ شوي دي. د اسلامي رواياتو او لارښوونو له مخې، د علومو زده کړه يو الهي فرض ګڼل کېږي او د هغې د منع کولو هېڅ توجيه د منلو وړ نه ده، خو افغان نجونې له دوو کلونو راهيسې په کور کې پاتې شوي دي. دوه کاله لنډ وخت نه دی چې له پامه وغورځول شي. پر دې سربیره په دې برخه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې رواني ګوزارونه ډېر ویجاړونکي او د نه جبرانېدونکي دي. د تعلیم د بندیز په دوام سره، ښځې او نجونې له ګڼو ستونزو سره مخ دي لکه رواني ناروغۍ او خپګان، فقر، مهاجرت او د کم عمره ودونه. په هرصورت، نجونې لاهم د ښوونځي دروازې خلاصیدو ته انتظار باسي. داسې ښکاري چې طالبان د ښځو زده کړه خورا پیچلې او ننګونې ګڼي او همدا لامل دی چې په نږدې راتلونکي کې د ښوونځیو د بیا پرانیستلو هیله نه وي. په هرصورت، دا ښځې او نجونې دي چې تر ټولو ډیر به محروم او اغیزمن شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
ټول شموله حکومتداري؛
ټول شموله حکومتداري؛د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه حیاتي اړتیا
له-ترهګرۍ-څخه-نیولې-تر-طالبانو-شکایت-پورې
له ترهګرۍ څخه نیولې تر طالبانو شکایت پورې؛ ته ډېر ناوخته پوه شوې، خو لا هم نیمګړې ده!
پاکستان-و-هند
له جهاد څخه تر توغندیو جوړولو پورې؛ د اسلام آباد د نوي دوکې خبرداری
منظم-سانسور؛-د-سیاسي-خپرونو-بندیز-او-د-انحصار-ځواک-پیاوړی-کول
منظم سانسور؛ د سیاسي خپرونو بندیز او د انحصار ځواک پیاوړی کول
مطالب پیشنهادی
بگرام
طالبان: د بګرام د سپارلو شایعات د پخواني دولت ناروغ تبلیغات دي
محمد نعیم وردک، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د بګرام هوایي اډې امریکا ته د سپارلو شایعات رد کړل او دا یې «د پخواني ناکام دولت د څېرو ناروغ تبلیغات» وبلل.
smartphones-1-1024x683
د افغانستان په پوهنتونونو کې د ځیرک موبایلونو کارول منع سول
د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د نوې پرېکړې په اساس، د پوهنتونونو استادانو او له څلورم بست ټیټو کارکوونکو لپاره د ځیرک موبایلونو کارول منع اعلان کړل.
بحران-گرسنگی
د زلزلې او وچکالۍ تر سیوري لاندې په افغانستان کې بشري بحران زیاتوالی
وروستیو زلزلې او پرله‌پسې وچکالۍ د افغانستان بشري بحران لا زیات کړی، چې سلګونه زره خلک بې‌کوره کړي او د ژمي د نږدې کېدو سره سم د سرپناه، خوراکي توکو او پاکو اوبو عاجل اړتیا زیاته سوې ده.
akbar-kazemi-
اکبر کاظمي، د افغانستان د فوتسال ستوری، د ایران د غوره لیګ لوبډلې سره یوځای سو
اکبر کاظمي، د افغانستان مشهور فوتسال ستوری، د ایران د سن‌ایچ ساوه لوبډلې سره په غوره لیګ کې قرارداد وکړ.
آخرین اخبار مهم
بلجیم د طالبانو سره خبرو ته داخل سو
۷ ساعتونه مخکی
تاجیکستان ته د پوتین سفر د سیمې او افغانستان پر تحولاتو تمرکز لري
۱ ورځ مخکی
د طالبانو د احصائیې اداره: د ۱۴۰۴ کال په نیمایي کې له ۴۲ زرو ډېرې کاغذي تذکرې تصدیق سوې
۱ ورځ مخکی
سرچینې خبر ورکوي چې د طالبانو ډیپلوماتانو په بن کې د افغانستان قنسولګري بیا پرانېستې ده
۱ ورځ مخکی
افغانستان ته د لږ تر لږه زر کډوالو کورنیو ستنېدل
۱ ورځ مخکی
په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، یکشنبه، د میزان 13
۱ ورځ مخکی
د کابل په بازارونو کې د سرو زرو ورځنی نرخ هره ورځ
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (یکشنبه د 1404 کال د میزان 13)
۱ ورځ مخکی
افغانستان د ۲۰۲۷ کال د آسیايي جام مقدماتي سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې چمتو دی
۲ ورځې مخکی
گزارش و مصاحبه
ملګري ملتونه: د وريجو د کر او تولید بهیر په افغانستان کې پیاوړی کېږي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام (فائو) اعلان کړی چې د وريجو کر او تولید به په افغانستان کې پیاوړی کړي.
۱ اونۍ مخکی
4:10 ب.ظ
طالبانو په کندهار کې د ښځینه خیاطیانو فعالیت بند کړ
ځايي سرچینې په کندهار کې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره، د ټولو هغو خیاطیانو فعالیتونه درولي چې د ښځو جامې یې ګنډلې.
۲ اونۍ مخکی
2:12 ب.ظ
پر رسنیو د طالبانو تازه فشارونه؛ په لغمان کې خبریالان د ږیرې پریښولو او د طالبانو د قوانینو منلو ته اړ کړل سول
⁠لغمان کې ځایې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د دغه ولایت خبریالان اړ کړي چې ږیره پرېږدي، پنځه وخته لمونځ وکړي او خپلې رسنیزې خپرونې د دې ډلې د قوانینو سره سم تنظیم کړي.
۲ اونۍ مخکی
1:57 ب.ظ
د طالبانو په سبک روزنه؛ ولې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوی؟
د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی چې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوي دي، موضوعات چې د اسلامي ښوونو او د امارت اسلامي د پالیسي خلاف ګڼل کېږي.
۳ اونۍ مخکی
1:27 ب.ظ
یوناما نسبت به وضعیت بحرانی زلزله‌زدگان شرق کشور هشدار داد
د افغانستان ختیځ کې د زلزلې ناورین؛ انساني غمیزه او د واکمنۍ ازموینه
د طالبانو حکومت په دې حساسې مرحلې کې له یوې برخلیک ټاکونکې ازموینې سره مخ دی. ددې بحران اغېزمن مدیریت د واکمنۍ د وړتیا د سنجولو معیار هم ګڼل کېږي.
۳ اونۍ مخکی
11:22 ق.ظ
افغانستان در روز جهانی دموکراسی؛ حاکمیت تک‌صدایی، خاموشی امید و بحران مشروعیت
نبود مشارکت مردمی، ممنوعیت آموزش زنان و سرکوب رسانه‌ها، کشور را از مسیر توسعه و مردم‌سالاری دور کرده و بحران مشروعیت را در درون نظام حاکم تشدید نموده است.
۳ اونۍ مخکی
1:14 ب.ظ