د پوهنتون د داخلې په ازموینو کې له ګډون څخه د نجونو بشپړ محرومیت

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=5439
۲ کلونه مخکی
شماره خبر 5439
منتشر شده در 3:20 ب.ظ

په افغانستان کې د کانکور ازموینه په داسې حال کې اخیستل کیږي چې د طالبانو د ازموینې څانګې اعلان کړی چې نجونې په کې ګډون نه شي کولای. دغه بنسټ ویلي چې د لوړو زده کړو وزارت د مکتوب له مخې یوازې هلکان په دې سیالیو کې د ګډون اجازه لري. تر دې مخکې طالبانو اعلان کړی و چې د لازمو پلیټ فارمونو په جوړولو سره به د نجونو د زده کړو زمینه برابره کړي. خو د کانکور په ازموینو کې د نجونو د ګډون له منع کولو سره معلومه شوه چې وضعیت ښه نه دی او د نجونو لپاره راتلونکي لا هم تیاره ښکاري. که څه هم دا تمه کیده چې د ښځو لپاره به محدودیتونه ورځ په ورځ کم شي، خو شواهد برعکس څرګندوي؛ دا په دې مانا چې د ښځو د زده کړې او کار لپاره هیڅ هیله نشته. تېر کال د کانکور په ازموينه کې نجونو برخه اخيستې وه، خو په ډېرو رشتو کې يې د ازموينې د ورکولو حق نه درلود، خو سږ کال د کانکور په ازموينه کې له ګډون څخه بالکل منع شوي دي. په افغانستان کې د طالبانو د نفوذ وروسته ښځينه فعالانې په دې باور دي، چې طالبانو په بېلابېلو برخو کې د ښځو د ګوښه کولو تګلاره خپله کړې ده. د افغانستان دولت د ښځو د حقونو په اړه مشخصه پالیسي نه لري او یوازې دا وايي چې موږ د ښځو د زده کړې او کار شرایط برابر نه‌وینو او په دې لټه کې یو چې په دې برخه کې د ښځو او نجونو د حضور لپاره یو پلیټ فارم جوړ کړو. هغه پوښتنه چې د طالبانو له حکومت څخه مطرح کېدای شي دا ده چې تاسو څنګه او په کوم اساس په دې برخه کې د ښځو د حضور لپاره شرایط رامنځته کول غواړئ؟ ستاسو په نظر ښځې د زده کړې او کار حق لري او که نه؟ دا خلکو او نړیوالې ټولنې ته روښانه کړئ. د طالبانو له خوا له کار او زده کړو څخه د ښځو د بې برخې کولو دلیل هیڅ شرعي او قانوني اساس نه لري او یوازې د فساد د احتمال له امله یې ښځې د ساینس، کلتوري او کسبګرو فعالیتونو مخه نیولې ده. حکومت باید د محدودیتونو د زیاتولو پر ځای په ټولنه کې د ښځو د حضور او ونډې په خاطر د خنډونو د لرې کولو او په ټولنه کې د ښځو د حضور او ګډون لپاره د جوړښت د اصلاح هڅه وکړي، نه دا چې په ټولیزه توګه له بېلابېلو صحنو څخه د هغوی د لرې کولو هڅه وکړي. څرنګه چې ښځې د هیواد د نفوس لویه برخه تشکیلوي، نو د دوی نارضایتي به په راتلونکي کې د حکومت لپاره خطرناکه وي. نو طالبان باید د هیواد، ښځو او ټولنې واقعیتونه د ملي صلاح په اساس په پام کې ونیسي او د ستونزو د هواري لپاره د خپلو اقداماتو هڅه وکړي نه دا چې پیچلو مقرراتو په پلي کولو سره چې په شریعت کې هیڅ ځای نه لري د ښاریانو د محرومیت زمینه برابره نه کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
ټول شموله حکومتداري؛
ټول شموله حکومتداري؛د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه حیاتي اړتیا
له-ترهګرۍ-څخه-نیولې-تر-طالبانو-شکایت-پورې
له ترهګرۍ څخه نیولې تر طالبانو شکایت پورې؛ ته ډېر ناوخته پوه شوې، خو لا هم نیمګړې ده!
پاکستان-و-هند
له جهاد څخه تر توغندیو جوړولو پورې؛ د اسلام آباد د نوي دوکې خبرداری
منظم-سانسور؛-د-سیاسي-خپرونو-بندیز-او-د-انحصار-ځواک-پیاوړی-کول
منظم سانسور؛ د سیاسي خپرونو بندیز او د انحصار ځواک پیاوړی کول
مطالب پیشنهادی
بگرام
طالبان: د بګرام د سپارلو شایعات د پخواني دولت ناروغ تبلیغات دي
محمد نعیم وردک، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د بګرام هوایي اډې امریکا ته د سپارلو شایعات رد کړل او دا یې «د پخواني ناکام دولت د څېرو ناروغ تبلیغات» وبلل.
smartphones-1-1024x683
د افغانستان په پوهنتونونو کې د ځیرک موبایلونو کارول منع سول
د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د نوې پرېکړې په اساس، د پوهنتونونو استادانو او له څلورم بست ټیټو کارکوونکو لپاره د ځیرک موبایلونو کارول منع اعلان کړل.
بحران-گرسنگی
د زلزلې او وچکالۍ تر سیوري لاندې په افغانستان کې بشري بحران زیاتوالی
وروستیو زلزلې او پرله‌پسې وچکالۍ د افغانستان بشري بحران لا زیات کړی، چې سلګونه زره خلک بې‌کوره کړي او د ژمي د نږدې کېدو سره سم د سرپناه، خوراکي توکو او پاکو اوبو عاجل اړتیا زیاته سوې ده.
akbar-kazemi-
اکبر کاظمي، د افغانستان د فوتسال ستوری، د ایران د غوره لیګ لوبډلې سره یوځای سو
اکبر کاظمي، د افغانستان مشهور فوتسال ستوری، د ایران د سن‌ایچ ساوه لوبډلې سره په غوره لیګ کې قرارداد وکړ.
آخرین اخبار مهم
بلجیم د طالبانو سره خبرو ته داخل سو
۴ ساعتونه مخکی
تاجیکستان ته د پوتین سفر د سیمې او افغانستان پر تحولاتو تمرکز لري
۱ ورځ مخکی
د طالبانو د احصائیې اداره: د ۱۴۰۴ کال په نیمایي کې له ۴۲ زرو ډېرې کاغذي تذکرې تصدیق سوې
۱ ورځ مخکی
سرچینې خبر ورکوي چې د طالبانو ډیپلوماتانو په بن کې د افغانستان قنسولګري بیا پرانېستې ده
۱ ورځ مخکی
افغانستان ته د لږ تر لږه زر کډوالو کورنیو ستنېدل
۱ ورځ مخکی
په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، یکشنبه، د میزان 13
۱ ورځ مخکی
د کابل په بازارونو کې د سرو زرو ورځنی نرخ هره ورځ
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (یکشنبه د 1404 کال د میزان 13)
۱ ورځ مخکی
افغانستان د ۲۰۲۷ کال د آسیايي جام مقدماتي سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې چمتو دی
۲ ورځې مخکی
گزارش و مصاحبه
ملګري ملتونه: د وريجو د کر او تولید بهیر په افغانستان کې پیاوړی کېږي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام (فائو) اعلان کړی چې د وريجو کر او تولید به په افغانستان کې پیاوړی کړي.
۱ اونۍ مخکی
4:10 ب.ظ
طالبانو په کندهار کې د ښځینه خیاطیانو فعالیت بند کړ
ځايي سرچینې په کندهار کې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره، د ټولو هغو خیاطیانو فعالیتونه درولي چې د ښځو جامې یې ګنډلې.
۲ اونۍ مخکی
2:12 ب.ظ
پر رسنیو د طالبانو تازه فشارونه؛ په لغمان کې خبریالان د ږیرې پریښولو او د طالبانو د قوانینو منلو ته اړ کړل سول
⁠لغمان کې ځایې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د دغه ولایت خبریالان اړ کړي چې ږیره پرېږدي، پنځه وخته لمونځ وکړي او خپلې رسنیزې خپرونې د دې ډلې د قوانینو سره سم تنظیم کړي.
۲ اونۍ مخکی
1:57 ب.ظ
د طالبانو په سبک روزنه؛ ولې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوی؟
د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی چې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوي دي، موضوعات چې د اسلامي ښوونو او د امارت اسلامي د پالیسي خلاف ګڼل کېږي.
۳ اونۍ مخکی
1:27 ب.ظ
یوناما نسبت به وضعیت بحرانی زلزله‌زدگان شرق کشور هشدار داد
د افغانستان ختیځ کې د زلزلې ناورین؛ انساني غمیزه او د واکمنۍ ازموینه
د طالبانو حکومت په دې حساسې مرحلې کې له یوې برخلیک ټاکونکې ازموینې سره مخ دی. ددې بحران اغېزمن مدیریت د واکمنۍ د وړتیا د سنجولو معیار هم ګڼل کېږي.
۳ اونۍ مخکی
11:22 ق.ظ
افغانستان در روز جهانی دموکراسی؛ حاکمیت تک‌صدایی، خاموشی امید و بحران مشروعیت
نبود مشارکت مردمی، ممنوعیت آموزش زنان و سرکوب رسانه‌ها، کشور را از مسیر توسعه و مردم‌سالاری دور کرده و بحران مشروعیت را در درون نظام حاکم تشدید نموده است.
۳ اونۍ مخکی
1:14 ب.ظ