د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د «پولیو څخه پاک افغانستان» بنسټ یو ځل بیا افغانستان ته د ټولو راستنېدونکو مهاجرو د واکسین کولو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا بهیر باید بې له استثنا او هماغه د هېواد په پولو کې عملي سي.
دغه بنسټ د یکشنبې په ورځ (۷م د جدی) اعلان وکړ چې افغانستان ته ټول راستنېدونکي کسان، د عمر له پام کې نیولو پرته، باید د پولیو (د ماشومانو فلج) واکسین د هېواد په پولو کې ترلاسه کړي.
دا اقدام د دې لپاره ترسره کېږي چې له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته د پولیو ویروس د لېږد مخه ونیول سي؛ په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې په پاکستان کې د دې ناروغۍ خپرېدل د زیاتېدو په حال کې دي.
یاد بنسټ تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی وو چې په پولو کې د واکسین نه کول کولی سي د پولیو د له منځه وړلو هڅې له جدي خطر سره مخ کړي. په روان میلادي کال کې د بادغیس او هلمند ولایتونو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت سوې دي، چې دا د هېواد د روغتیايي پروګرامونو لپاره یو نوی د خطر زنګ بلل کېږي.
روغتیايي بنسټونه ټینګار کوي چې په دې بهیر کې د راستنېدونکو کسانو او مسوولو ادارو همکاري د دې خطرناکې ناروغۍ د مهار لپاره اساسي رول لري.




