د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د اسلامآباد او طالبانو ترمنځ د سیاسي او امنیتي کړکېچونو له زیاتېدو سره هممهاله، د پاکستان حکومت د پنجاب په ایالت کې د افغان مهاجرینو پر ضد پراخ عملیات پيل کړي دي. د پاکستاني ورځپاڼې (The Nation) د پنجشنبې په ورځ، د عقرب په ۸مه، راپور ورکړی چې د ګوجرخان ښار پولیسو د بېاسنادو افغان مهاجرینو د نیولو بهیر پیل کړی دی.
د پنجاب د مرستیال کمیشنر، حمزه احتشام، په وینا، هېڅ شخص یا اداره حق نه لري چې غیرقانوني مهاجرینو ته پناه ورکړي، کور په کرایه ورکړي یا ملکیت ور وپلوري. هغه ټینګار وکړ چې د دې امر سرغړونکي به له قانوني تعقیب سره مخ سي. د ایالت چارواکو د افغان مهاجرینو شتون د امنیتي ګواښ په توګه یاد کړی او د هغوی شړل یې د امنیت او نظم د ټینګښت برخه بللې ده.
له دې وړاندې، مریم نواز شریف، د پنجاب اعلی وزیرې، اعلان کړی وو چې په دې ایالت کې به د غیرقانوني افغان مهاجرینو د شړلو عملي اقدامات پیل سي. سربېره پر پنجاب، ورته عملیات په اسلامآباد کې هم روان دي، چیرې چې پولیس حتی د شپې ناوخته افغان پناهکوونکي نیسي. دا فشارونه په داسې حال کې زیات سوي دي چې د طالبانو او پاکستان وروستۍ خبرې اترې په ترکیه کې بېپایلې پای ته رسېدلې او د دواړو خواوو اړیکې لا پسې سړې سوې دي.







