وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، موږ په هېواد کې په بېلابېلو وژنو کې زیاتوالی لیدلی، چې له بده مرغه ډېری دغه وژنې د غچ اخیستنې په توګه مطرح کېږي. ډیری قربانیان بې ګناه خلک وو چې هیڅ سیاسي یا نظامي فعالیت یې نه درلود؛ خو پخوانۍ رژيم ته د منسوبو کسانو د شکنجه کولو او وژلو په اړه مو ډېر راپورونه ترلاسه کړي دي. د طالبانو د مشر له خوا د عمومي عفوې له اعلان وروسته، هغه کسان چې په تېر حکومت کې په دندو بوخت وو، یا په افغانستان کې پاتې شول او یا هم له څه مودې وروسته هېواد ته راستانه شول. خو موږ ولیدل چې د طالبانو ځینې فعالان دغه بخښنه له پامه غورځوي. د تېر حکومت سره تړلي ډېر خلک د پلان له مخې او یا هم د خپلسرو ځواکونو له خوا شکنجه شوي او وژل شوي دي. په تېرو څو ورځو کې په دې اړه داسې خبرونه خپاره شول، چې د خلکو اندېښنې او وېرې يې زياتې کړې او ډېرى هېوادوال يې د هجرت او تېښتې لاره غوره کړې ده. د طالبانو لخوا د عفوې څخه پرله پسې سرغړونې د دوی په اړه د خلکو نظر منفي کړی دی او د دې لامل شوی چې خلک پر دوی باور ونه کړي او د تعامل ډګر یې ویجاړ کړی. د ډار د فضا رامنځ ته کول به د خلکو امنیت له لاسه ورکړي او خلک به په هر وخت کې د یوې ناخوالې پیښې ته انتظار باسي. له بلې خوا د يوې معتبرې او عادلانه محکمې له پرېکړې پرته د انسان شکنجه کول او وژل يو ډول جرم ګڼل کېږي، چې له بده مرغه زموږ په هېواد کې ورځ تر بلې زياتېږي. طالبان باید د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې ته د دوی تر قوماندې لاندې د ځواکونو د وژنو او کړنو او همدارنګه د دوی تر واکمنۍ لاندې د عامو خلکو او پخوانیو حکومتي چارواکو د شکنجه کولو او وژلو حساب ورکړي ځکه چې دا ډول چلند چی د دوی په دولتي جغرافیه کې ترسره کیږي او دولت د ټولنې د امنیت د تامین مسولیت لري.

- 60
- منتشر شده در 5:20 ب.ظ
- شماره خبر 3223
- February 26, 2023
- منتشر شده در 5:20 ب.ظ
- شماره خبر 3223
- February 26, 2023
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 17:20 - February 26, 2023
- لینک کوتاه: https://memar.press/?p=3223
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط

ماشوم له وسلې سره؛ عدل که د دین په نوم انتقام؟
16:21 - December 4, 2025

یونیسف: په زلزلهځپلو سیمو کې څلور ماشومان د یخنۍ له امله مړه سوي
15:03 - December 4, 2025

اروپايي اتحادیه: افغانې ښځې او انجونې د بېوزلۍ تر ټولو دروند بار زغمي
15:00 - December 4, 2025

د طالبانو ژمنه د نویو کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره په هیواد کې دننه او بهر
14:56 - December 4, 2025
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments