د معمار خبري آژانس د راپور له مخي؛ د پخواني حکومت د ډیپلوماتیکو او کنسلي ماموریتونو د همغږۍ شورا په یوه خبرپاڼه کي د هیواد د مخکنیو امنیتي ځواکونو د غړو د هدفي وژنو د ډېرېدو په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې ده.
په هغه بیانیه کي چي د یکشنبې په ورځ، د جدی په ٧ نیټه خپره سوی، شورا ویلي دي چي د طالبانو له لوري د «عمومي بښني» د پرلهپسې ژمنو سره سره، د هیواد پخواني سرتېری اوس هم د خپل ژوند او امنیت په وړاندي له جدي ګواښونو سره مخ دي.
دغی شورا د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو د راپورونو په حواله ټینګار کړی دی چي د مخکنیو امنیتي ځواکونو د غړو د هدفي وژنو، د جبري لادرکه کېدو، بېقانونه نیولو او وېري خپرولو پېښي په پراخه توګه ثبت سوي دي.
د همغږۍ شورا په باور، دا بهیر د یوې څرګندي، سیستماتیکي او منظمې غچاخیستني ښکارندویي کوي چي نه یوازي د افغانستان په داخل کي روان دی، بلکې د هیواد له پولو بهر نورو هیوادونو ته هم غځېدلی دی. په بیان کي ویل سوي دي چي آن هغه پخواني سرتېری چي د خپل ژوند د ژغورني لپاره له هیواده وتلي دي، په بهر کي د کډوالۍ او تبعید په حالت کي هم له جدي ګواښونو سره مخ دي.
دې شورا د دې کسانو د ملاتړ او خوندیتوب لپاره د نړیوالې ټولني د سملاسي او اغېزمن اقدام غوښتنه کړې ده.



