په افغانستان کې پاکو اوبو ته د لاسرسي بحران د هېواد له تر ټولو ژورو او پېچلو انساني او پرمختیايي ستونزو بدل سوی دی. د نړیوالو بنسټونو لهخوا وړاندې سوي شمېرې ښيي چې د افغانستان میلیونونه وګړي صحي اوبو ته لاسرسی نه لري؛ دا وضعیت د کلونو جګړو، د زېربناوو د ویجاړېدو، د طبیعي سرچینو د مدیریت کمزورۍ او د اقلیمي بدلونونو د زیاتېدو مستقیمه پایله ده. دغه ټول عوامل په ګډه د هېواد پر محدودو اوبو سرچینو لا زیات فشار راوستی او د خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وړتیا یې راکمه کړې ده.
د بشردوستانه بنسټونو بېړني اقدامات، لکه د څاهګانو کېندل، د لاسي پمپونو نصبول او د اوبو رسولو شبکو جوړول د زیانمنو کورنیو لپاره، د ځینو فوري ستونزو په کمولو کې مهم رول لري؛ خو دا ډول مداخلې په یوازې ځان د بحران د پراخوالي ځواب نه سي کېدای. د یونیسف خبرداری چې ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د کابل د اوبو سرچینې په بشپړ ډول وچې سي، دا څرګندوي چې د اوبو بحران د خبرداري له پړاو اوښتی او د هېواد د ښاري او ټولنیز ژوند د راتلونکې لپاره په جدي ګواښ بدل سوی دی.
د پاکو اوبو د کمښت دوام کولی سي د عامې روغتیا لپاره درنې پایلې ولري، د ککړو اوبو له امله د ناروغیو د زیاتېدو، د فقر د ژورېدو، د خوړو د ناامنۍ او جبري کډوالۍ سبب سي. له همدې امله، په افغانستان کې د اوبو له بحران سره مبارزه یوه هر اړخیزه او اوږدمهاله تګلاره، په زېربناوو کې دوامدارې پانګونې، د اوبو سرچینو د مدیریت ښه والی او د نړیوالې ټولنې همغږی او پرلهپسې ملاتړ ته اړتیا لري، څو د دې بحران له ژورېدو او په یوه پراخ انساني ناورین د بدلېدو مخه ونیول سي



