د پاکستان کابینه به د زرګونو افغان کډوالو د قانوني استوګنې د مودې د غځولو په اړه پریکړه وکړي

د POR کارتونو لرونکو افغان کډوالو د استوګنې د مودې د شپږو میاشتو د غځولو وړاندیز د پاکستاني چارواکو په غونډه کې له غور وروسته د وروستۍ پریکړې لپاره فدرالي کابینې ته لیږل شوی دی.
کابینه پاکستان تمدید اقامت افغان‌های ثبت‌نامی را بررسی می‌کند

د معمار پرس د خبر له مخې؛ پاکستاني رسنیو د یکشنبې په ورځ، د سرطان په ۸مه راپور ورکړ چې د هغو افغان اتباعو د استوګنې د مودې د غځولو وړاندیز چې د ثبت ثبوت (POR) کارتونه لري د وروستي غور لپاره د پاکستان فدرالي کابینې ته لیږل شوی دی.

د دې راپورونو له مخې، دا وړاندیز د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، امنیتي ادارو او د پاکستان د ولایتونو او فدرالي سیمو د چارواکو په شتون کې د لوړې کچې په غونډه کې وڅیړل شو.

باخبره سرچینو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې په غونډه کې د افغان کډوالو د دې ډلې د استوګنې د مودې د شپږو میاشتو لپاره غځولو باندې ټینګار شوی، که څه هم ځینو ادارو د درې میاشتو د غځولو وړاندیز هم کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه