د پاکستان څخه په یوه ورځ کي د ۲۵۰۰ څخه زیات افغان مهاجرینو ایستل

د طالبانو د مهاجرینو چارو عالي کمیسیون ویلي چې پاکستان یوازې په یوه ورځ کې د ۲۵۰۰ څخه زیات افغان مهاجرین په اجباري ډول ایستلي دی؛ دغه لړۍ د راستنېدونکو مهاجرینو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د پاکستان څخه په یوه ورځ کي د ۲۵۰۰ څخه زیات افغان مهاجرینو ایستل

د طالبانو د مهاجرینو چارو عالي کمیسیون ویلي چې پاکستان د یکشنبې په ورځ، د جدی په اوومه نېټه، ۲۶۲۸ افغان مهاجرین په اجباري ډول له هیواد څخه ایستلی دی.

دغه مهاجرین د تورخم، سپین‌بولدک او بهرام‌چې له لارې افغانستان ته داخل سوي دي.

د کمیسیون د معلوماتو پر بنسټ، په همدې ورځ ۱۹۹ نور افغان مهاجرین هم د اسلام‌قلعه او د ابریشم لارې له لارې هېواد ته راستانه سوي دي.

د دې کمیسون د وینا په اساس ، ټول ایستل سوي مهاجرین د استوګنې قانوني اسناد نه لري ، پاکستان په دي وروستیو میاشتو کې هره ورځ زرګونه افغان مهاجرین چې اسناد نه لري، نیسي او اخراجوي .

له دې مخکې، د طالبانو د مهاجرینو وزارت ویاند ویلي وو چې په روان کال کې تر درې میلیونه زیات افغان مهاجرین د ګاونډیو هیوادونو څخه په اجباري توګه افغانستان ته ستانه سوي دي. عبدالمطلب حقاني ویلي وو چې د دې مهاجرینو زیاتره برخه له پاکستان او ایران څخه اخراج سوي دي.

په ورته وخت کې، موندنې ښيي چې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي د اجباري راستنېدو وروسته د خپل سری نیونې، شکنجې او حتی غیر قانوني وژنو سره مخ سوي دي. د بشري حقوقو له خوا ثبت سوې دوسیې د راستنېدونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوامداره بڼه څرګندوي او د قربانیانو کورنۍ طالبان د دغو پېښو مسؤل ګڼي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x