د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ (د میزان ۲۳مه) په اعلامیه کې ویلي چې هوایې عملیات د پاکستانی طالبانو غورځنګ پر پټنځای په کابل کې ترسره سوي دي.
د اسلامآباد امنیتي سرچینو ویلي چې دا بریدونه په “لوړ دقت” او د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره سوي، چې د پاکستانی طالبانو غورځنګ د یو شمېر لوړپوړو غړو شتون یې په سیمه کې تأیید کړی وو.
که څه هم د پاکستان پوځ د برید د دقیق ځای او احتمالي تلفاتو جزئیات نه دي څرګند کړي، خو پوځي سرچینو ویلي چې دا عملیات د هغو وروستیو سرحدي بریدونو د غچ اخیستنې په موخه ترسره سوي چې د پاکستانی طالبانو غورځنګ لخوا د پاکستان پر امنیتي ځواکونو سوي وو. د طالبانو چارواکو په کابل کې تراوسه ددې برید په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.