د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان پوځ نن سه شنبه (د اګست ۲۰مه) اعلان وکړ چی د “شاهین-۲” له ځمکې څخه ځمکې ته د ویشتونکي بالستیک توغندي روزنیز ازمایښت د دوه زره کیلومترو په واټن په بریالیتوب سره ترسره شو. ویل کېږي چې دغه توغندی د اټومي سرګلولې د لېږدولو وړتیا لري. د پاکستان د وسلو پروګرامونو ته نږدې پوځي څارونکو مخکې ویلي وو چې د شاهین توغندیو دغه لړۍ د اتومي سرګلولو په وسیله سمبال ده. په خبرپاڼه کې راغلي دي: د شاهین-۲ بالستیک توغندي ټاکل شوې نقطه په ډیر دقت سره ویجاړه کړه.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10183
۳ میاشتی پیش
شماره خبر 10183
منتشر شده در ۱۴:۱۵ - اسد ۳۱, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email