د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له افغانستان سره په ګډې پولې د پاکستان له ویزې پرته د تګ راتګ د بندیز پر ضد د اعتراضونو پر مهال په بلوچستان کې د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوی دی. خبري سرچینې وايي، پولیسو چمن ښار ته څېرمه د پښتون ژغورنې غورځنګ پر احتجاجي کاروان برید کړی او منظور پښتین یې نیولی دی. په دې نښته کې يوه ښځه هم ټپي شوې ده. منظور پښتین په ټولنیزو شبکو کې ویلي چې دا برید هغه مهال وشو چې د اعتراض کوونکو کاروان غوښتل له چمن څخه تربت ته ولاړ شي.

- 46
- کې خپور شو 10:01 ق.ظ
- د خبر شمیره 7086
- December 5, 2023
- کې خپور شو 10:01 ق.ظ
- د خبر شمیره 7086
- December 5, 2023
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments



