د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د پنجاب ایالت چارواکو اعلان کړی چې په دې ایالت کې د هغو افغان کډوالو د پېژندنې، نیولو او ایستلو پراخ عملیات پیل سوي چې قانوني اسناد نه لري.
دا اقدام د پاکستان د حکومت د ټولیزې پالیسۍ برخه ده چې غواړي غیر قانوني کډوال، هېواد ته ور وګرځوي. د پنجاب پولیسو مخکې خبرداری ورکړی وو چې د کډوالو غیر قانوني شتون به ونه زغمل سي، او د نوو عملیاتو له پیل سره پر افغان کورنیو فشار بې ساري زیات سوی دی.
په یوه بحث پارونکي فرمان کې، پولیسو اعلان کړی چې هغه ښار اوسیدونکی چې د غیر قانوني کډوالو ځای راپور کړي، نغدي انعام به ترلاسه کړي. دې اقدام د بشري حقونو او د کډوالو مدافعو ادارو سختې نیوکې راوپارولې.
دغه عملیات د روان کال د اکتوبر میاشتې راهیسې د کډوالو د ایستلو په بهیر کې یوه نوې مرحله ده چې تراوسه د زرګونو افغان کورنیو د جبري بېرته ستنولو یا نیولو سبب سوی دی. په همدې حال کې، د بیرته راستنیدونکو افغان کډوالو په اړه اندیښنې زیاتې سوې دي، نړیوالو سازمانونو ددې اقدام د فوري درولو او د کډوالو د وضعیت د عادلانه ارزونې غوښتنه کړې ده.



