د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر د پوله ییزو سیمو په اړه د غیرنظامي کسانو د تلفاتو د بې سارې زیاتوالي راپور خپور کړی دی. د دې راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې، ۶۱۳ غیرنظامیان د پاکستان سره پر پوله د بریدونو په نتیجه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
یوناما ټینګار کړی چې دغه شمېر د تېرو ۱۵ کلونو په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان پر پوله د غیرنظامي کسانو تر ټولو ډیر تلفات ګڼل سوي دي .
یوناما راپور کې زیاتوي چې یوازې د تېر کال په وروستیو درې میاشتو کې، ۷۰ غیرنظامیان وژل سوي او ۴۷۸ نور ټپیان سوي دي. د ملګرو ملتونو دفتر خبرداری ورکړی چې د دې ډول پېښو دوام کولای سي د پوله ییزو سیمو د اوسېدونکو لپاره پراخ انساني او امنیتي پایلې ولري.



