د پاکستان هوایي بریدونه ؛ طالبان : لږ تر لږه ۲۳ تنه د ښځو او ماشومانو په ګډون وژل سوي دي

د طالبانو د حکومت چارواکو خبر ورکړی چې تېره شپه د پاکستان د هوايي بریدونو په پایله کې د ننگرهار او پکتیکا په ځینو سیمو کې لږ تر لږه ۲۳ تنه، د ښځو او ماشومانو په ګډون وژل سوي دي.
د پاکستان هوایي بریدونه ؛ طالبان : لږ تر لږه ۲۳ تنه د ښځو او ماشومانو په ګډون وژل سوي دي

د طالبانو د حکومت چارواکو خبر ورکړی چې تېره شپه د پاکستان د هوايي بریدونو په پایله کې د ننگرهار او پکتیکا په ځینو سیمو کې لږ تر لږه ۲۳ تنه، د ښځو او ماشومانو په ګډون وژل سوي دي.

د طالبانو چارواکو د ننگرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ په اړه ویلي چې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۷ تنه، چې ۱۱ یې ماشومان دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هممهاله، سیمه‌ییزو سرچینو ویلي چې د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ او د ننگرهار ولایت خوګیاني، بهسود او غني‌خیل ولسوالۍ هم د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو نړیوال بنسټ (IHRF) اعلان کړي چې د ننگرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ په یوه کور باندې د پاکستان د هوايي برید له امله لږ تر لږه ۱۷ تنه د یوې کورنۍ غړي وژل سوي دي . دغه بنسټ ټینګار یې کړی چې بشري مرستې باید پرته له خنډ څخه د زیانمنو کورنیو ته ورسېږي.

قریشي بدلون، په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو مسئول، ویلي چې په وژل سویو وګړو کې ۱۱ ماشومان شامل دي.

ښاغلي بدلون زیاته کړې چې د ټپيانو څخه پنځه تنه د ننگرهار حوزوي روغتون ته ليږدول سوي او د هغوی روغتیایي وضعیت رضایت‌بښونکی دی.

په ورته وخت کې د پاکستان د استخباراتو وزارت اعلان کړی چې تېره شپه یې د تحریک طالبان پاکستان ( ټی ټی پي ) او داعش ډلې پورې اړوند اوه سيمي په افغانستان کې د هوايي بریدونو له لارې په نښه کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x