د پاکستان ملي عوامي ګوند د افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بېرته پرانیستلو غوښتنه وکړه

د پاکستان د ملي عوامي ګوند مرکزي شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د بندېدو په تړاو نیوکه کړې ده، او دغه اقدام یې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د سیمو اقتصاد ته «سخته ضربه» بللې ده. شورا ټینګار کړی چې دغه تجارتي لارې باید ژر تر ژره بیرته پرانیستل سي.
د پاکستان ملي عوامي ګوند د افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بېرته پرانیستلو غوښتنه وکړه

د معمار خبري آژانس له مخې: د پاکستان د ملي عوامي ګوند مرکزي شورا د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو لارو پر تړل کېدو نیوکه کړې، دا کړنه یې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان سیمو پر اقتصاد «سخته ضربه » بللې او د دې لارو د ژر پرانیستلو غوښتنه یې کړې ده.

د دې شورا په تازه ناسته کې د شورا غړو ټینګار کړی چې د دواړو ایالتونو د زرګونو کورنیو ورځنی ژوند له افغانستان سره پر سوداګرۍ ولاړ دی، او د اسلام‌آباد او کابل تر منځ روانې تاوتریخجنی اړیکي د پولې دواړو غاړو ته اقتصادي او ټولنیزې ستونزې لا پسې ژوروي.

د پاکستان د ملي عوامي ګوند مرکزي شورا د افغانستان سره د اړیکو ترینګلتیا د سیمې سولې ته ګواښ بللی او څرګنده کړې یې ده چې د دې وضعیت دوام د ولس لپاره له زیان پرته بله کومه لاسته راوړنه نه لري.

دې ګوند ټینګار کړی چې جګړه د ستونزو حل نه دی، او د افغانستان او پاکستان واکمنې ادارې باید د یو بل د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ درناوی وکړي، او شخړې د خبرو اترو، ډیپلوماسۍ او رسمي ناستو له لارې پای ته ورسوي.

په وروستیو میاشتو کې د کابل او اسلام‌آباد اړیکي د پولې او امنیتي لانجو له امله ترینګلي سوي، او د سوداګریزو لارو تړل کېدو د سوداګرو، پوله مېشتو وګړو او سیمه‌ییزو پانګوالو اندېښنې لا زیاتې کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x