د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ د پاکستان حکومت د افغان مهاجرینو پر وړاندې د خپل نوي سیاست په چوکاټ کې، په خیبرپښتونخوا ایالت کې د کډوالو درې ستر کمپونه په ناڅاپي ډول تړلي او ټول اساسي خدمتونه یې، چې پکې برېښنا او درملنه هم شامل دي، پرې کړي دي.
دغه کمپونه په پانیان، پادهانه او باسومیرا سیمو کې د هریپور ولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعیت لري او د څلورو لسیزو په اوږدو کې یې شاوخوا ۶۵ زره افغان مهاجرین مېشت کړي وو.
سره له دې چې ایالتی حکومت غوښتنه کړې وه چې د بېرته ستنېدلو بهیر دې په محترمانه ډول ترسره سي، مګر فدرالي حکومت د بیړني تخلیې عملیات پیل کړل او د کمپونو اوسېدونکي په زور له سیمې وشړل سول.
ځايي سرچینې راپور ورکوي چې فدرالي چارواکو د سیمې خلکو ته خبرداری ورکړی چې له مهاجرینو سره له هر ډول مرستې او همدردۍ ډډه وکړي.
د دې فشار سیاست په دوام کې، شاوخوا ۶۰ زره نور افغان مهاجر هم پرته له مخکېني خبرتیا څخه د تورخم بندر ته لېږدول سوي دي. په همدې حال کې، د ایالت یو شمېر چارواکي د دې له امله چې «کافي سختي یې نه ده کړې»، د فدرالي حکومت له لوري له تنبیهي اقدام سره مخ سوي دي.
د نړیوالو بنسټونو د معلوماتو له مخې، کال ۲۰۲۵ په پاکستان کې د افغان مهاجرانو د نیونو ریکارډ مات کړی دی؛ داسې چې د کال له پیله تر اتم نومبر پورې، له ۱۰۰ زرو څخه زیات افغان اتباع نیول سوي دي. دا شمېر تېر کال یوازې ۹ زره تنه وو.



