د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ نړیوال بانک په خپل تازه میاشتني راپور کې اعلان کړی چې د افغانستان صادرات د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې، سره له دې چې له پاکستان سره پوله تړلې وه، زیات سوي دي. د راپور له مخې، د افغانستان صادرات په همدې میاشت کې ۲۶۷ میلیونو ډالرو ته رسېدلي چې د سپتمبر میاشتې په پرتله د ۱۳ سلنې ودې او د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله د ۳٫۷ سلنې زیاتوالي ښیي.
دا د صادراتو زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته سوی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ سیاسي او پوځي ترینګلتیا د پولو تړل او په دوه اړخیز تجارت کې جدي اختلال رامنځته کړی دی. د نړیوال بانک راپور همدارنګه ټینګار کوي چې افغان سوداګرو بدیلې لارې غوره کړي، په ځانګړې توګه د ایران له لارې صادرات، د منځنۍ آسیا لارې او هوايي دهلیزونه. د تازه مېوو، وچه مېوه او ځینې معدني توکي د دې دورې د صادراتو له عمده توکو څخه دي. نړیوال بانک یادونه کوي چې دا نسبي وده، که څه هم مثبته ده، خو د افغانستان سوداګري لا هم د سیمهییزو ترینګلتیاوو پر وړاندې زیانمنونکې ده او د صادراتي بازارونو لا زیات بیلابیلوالي ته اړتیا سته.


