د پاکستان لخوا پر طالبانو شپږم وژونکی برید

وروسته له هغه چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، د پاکستان پوځ لږ تر لږه شپږ ځلې د افغانستان پر خاوره بریدونه کړي دي. په وروستي پېښه کې، د شنبې په شپه پاکستان د پکتیکا او ننگرهار ولایتونو په ځینو اهدافو بریدونه کړي، چې طالبانو لږ تر لږه د ۲۳ وګړو د وژل کېدو خبر ورکړي دي.
د پاکستان لخوا پر طالبانو شپږم وژونکی برید

وروسته له هغه چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، د پاکستان پوځ لږ تر لږه شپږ ځلې د افغانستان پر خاوره بریدونه کړي دي. په وروستي پېښه کې، د شنبې په شپه پاکستان د پکتیکا او ننگرهار ولایتونو په ځینو اهدافو بریدونه کړي، چې طالبانو لږ تر لږه د ۲۳ وګړو د وژل کېدو خبر ورکړي دي.

طالبانو د دې بریدونو په غبرګون کې اعلان کړي چې د پاکستان په وروستی بریدونو ته به «په مناسب وخت کې، سنجول سوی ځواب» ورکړل سي.

د راپورونو په بنسټ، د طالبانو د واک ته رسېدو وروسته پاکستان د افغانستان پر خاوري وژونکي بریدونو ترسره کړي دي :

اپریل ۲۰۲۲: د ٢٠٢٢ کال د ۱۶ اپریل ، پاکستان د خوست او کنر په ځینو سیمو هوايي بريدونه وکړل. د طالبانو چارواکو ویلي چې په دې بریدونو کې ۴۷ وګړي، د غیرنظامیانو په ګډون، وژل سوي دي.

مارچ ۲۰۲۴: د پاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان (تی‌تی‌پی) پر پټنځایونو په خوست او پکتیکا کې بریدونه وکړل، طالبانو اعلان کړي و چي ۸ ښځې او ماشومان پکښې وژل سوي دي.

دسمبر ۲۰۲۴: پاکستان تایید کړه چې په پکتیکا کې يي د تی‌تی‌پی په پناه ځای برید کړي؛ طالبانو اعلان وکړ چي ۴۶ کسان، د ښځو او ماشومانو په ګډون، وژل سوي دي.

اکتوبر ۲۰۲۵: په کابل، پکتیکا، خوست او ننگرهار کې پراخ بریدونه وسول. پاکستاني سرچینو وویلی چې د تی‌تی‌پی مشر، نور ولی محسود، د برید هدف و خو وژغورل سو. په دې سرحدي نښتو کې لږ تر لږه ۳۷ غیرنظامیان ووژل سول او د دواړو خواوو ګڼ شمېر ځواکونه ټپیان سول.

نوامبر ۲۰۲۵: په خوست، کنر او پکتیکا ولایتونو کې بریدونه ترسره سول چې د خوست په ګربز ولسوالی کې ۹ ماشومان او یوه ښځه ووژل سول.

راپورونه ښايي چې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه د طالبانو د واک ته رسېدو وروسته درې چنده زیات سوي دي. د «جنوبې اسیا د ترهګرۍ د معلوماتو د بنسټ» له مخې، د ترهګرۍ د تاوتریخوالي له امله د مرګ ژوبلې کچه د ۶۶۴ وګړو په ۲۰۲۱ کې، تر ۲۲۰۰ وګړو په ۲۰۲۴ کې لوړه سوې، او په ۲۰۲۵ کې ۶۹۹ بریدونه سوي چې شاوخوا ۱۰۳۴ وګړي پکښې وژل سوي دي.

له دې سره اسلام‌آباد د افغانستان طالبان پر دې تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي او دغه ډلې ته د افغانستان په خاوره کې پناه ورکوي، هغه موضوع چې طالبانو رد کړي ده. سره له دې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپورونه د ځینو ترهګریزو ډلو، په ځانګړې توګه تحریک طالبان پاکستان، شتون په افغانستان کې تایید کړي دي .

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x