د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ فیصل نیاز ترمذي په روسیه کې د پاکستان سفیر، په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان باید داسې دولت ولري چې د هر افغان حقونه رعایت کړي او له ترهګرۍ څخه فاصله ولري. هغه زیاته کړې چې د روسي چارواکو سره په بېلابېلو لیدنو او خبرو کې یې تل په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړېدو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د پاکستان سفیر د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشاره وویل چې د یو ټول شموله حکومت جوړېدل د ثبات، امنیت او دوامدارې پرمختیا لپاره مهمه او اساسي لاره ده، او داسې حکومت کولای سي داخلي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي او د امنیتي ګواښونو مخه ونیسي. دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې نړیوالې ټولنې هم څو ځله له طالبانو غوښتي چې د بېلابېلو قومونو، سیاسي ډلو او ټولنیزو قشرونو ریښتیني استازي په واک کې شامل کړي. خو تر دې دمه طالبانو دې غوښتنو ته عملي ځواب نه دی ورکړی. ترمذي همدارنګه خبرداری ورکړی چې د اوسني وضعیت دوام کېدای سي د افراطي ډلو د پیاوړې کېدو او د سیمې د لا ډېرو بېثباتیو لامل سي.




