د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: د امنیتي ګواښونو په شرایطو کې له طالبانو سره خبرې ممکن نه دي

محسن نقوي، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، په اسلام‌آباد کې د امریکا د لنډمهاله سفیرې ناتالي بیکر سره په لیدنه کې ټینګار وکړ کله چې امنیتي ګواښونه لاهم سته، له طالبانو سره د خبرو دوام ممکن نه دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: د امنیتي ګواښونو په شرایطو کې له طالبانو سره خبرې ممکن نه دي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ محسن نقوي د سه شنبې ورځ، نومبر ۱۷ مه، په اسلام‌آباد کې د امریکا د لنډمهاله سفیرې ناتالي بیکر سره په لیدنه کې وویل چې په داسې حال کې چې امنیتي ګواښونه لاهم سته، له طالبانو سره د خبرو دوام ممکن نه دی. هغه زیاته کړه وسله‌والو هڅه وکړه د محکمې ودانۍ ته داخل سي، خو د امنیتي تدابیرو له امله بریالي نه سول. د هغه په وینا، ټول عاملان او د هغوی مرسته کوونکي پیژندل سوي او د تعقیب لاندې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر همدارنګه د افغان غیرپوځيانو او د سرحد هاخوا د خوندي پناه ځایونو نقش ته اشاره وکړه او خبرداری یې ورکړ چې اسلام‌آباد نه سي کولای د ترهګریزو ګواښونو په شتون کې خبرو ته دوام ورکړي. دا څرګندونې وروسته له هغه مخې ته راغلې چې د نومبر ۱۱ مه د اسلام‌آباد د سیمه‌ییزې محکمې په دروازه کې ځانمرګي برید ترسره سو؛ برید لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل او شاوخوا ۳۶ نور ټپیان سول.

د پاکستان چارواکي وایي چې د دې برید مشکوک کسان د ټی ټی پي ډلې سره تړاو لري او یو شمېر یې نیول سوي دي. دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې دوه اونۍ مخکې په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې. پاکستان غوښتنه درلوده چې طالبان په لیکلي ډول تضمین ورکړي چې ټي ټي پي به د افغانستان خاوره د بریدونو لپاره نه کاروي؛ هغه غوښتنه چې طالبانو رد کړه او ناسمه یې وبلله.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x