د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي ویلي دي چې د سهشنبې په ورځ (د عقرب ۲۰مه) د اسلامآباد د ایالتي محکمې مخې ته ترسره سوی ځانمرګی برید د افغانستان د یوه تبعه له لوري ترسره سوی دی. د الجزیره د راپور پر بنسټ، په دې برید کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل سوي او له ۲۰ تنو څخه زیات ټپیان سوي دي.
بریدګر خپل ځان د اسلامآباد په «جي-۱۱» سیمه کې، چې یوه ګڼهګوڼه لرونکې او حساسه سیمه ده، والوزوه. نقوي په خپلو څرګندونو کې وویل: «بریدګر د افغان تبعه په توګه پېژندل سوی دی، او هغه د برید تر ترسره کولو مخکې له هغو کسانو سره اړیکې درلودې چې د افغانستان په خاورې کې مېشت دي.» هغه زیاته کړه چې د دې پېښې په اړه امنیتي عملیات او استخباراتي څېړنې روانې دي، او نور جزئیات به د پلټنو له بشپړېدو وروسته خپاره سي.
یادې څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د اسلامآباد او طالبانو ترمنځ اړیکې د وروستیو بریدونو له امله، په ځانګړي ډول د (TTP) د فعالیتونو له کبله، ترینګلې سوې دي. د پاکستان چارواکي پر طالبانو تور لګوي چې د TTP جنګیالیو ته یې په افغانستان کې پناه ورکړې ده، خو د طالبانو حکومت دغه ادعاوې تل رد کړې دي. شنونکي خبرداری ورکوي چې دا ډول بریدونه کولی سي د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ امنیتي او سیاسي تاوتریخوالی نوي پړاو ته ورسوي.




