د پاکستان د مبارکي پیغام د ایران اسلامي انقلاب د بریا کلیزې په مناسبت

د پاکستان ولسمشر او د بهرنیو چارو وزارت په جلا جلا پیغامونو کې د ایران د اسلامي انقلاب د بریا د کلیزې مبارکي وویله او د ایران د خلکو لپاره یې د سولې، پرمختګ او هوساینې هیله څرګنده کړه.
د پاکستان د مبارکي پیغام د ایران اسلامي انقلاب د بریا کلیزې په مناسبت

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ آصف علي زرداري، د پاکستان ولسمشر، د ایران د اسلامي انقلاب د سترې بریا د ۴۷مې کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې دا ورځ آیت‌الله العظمي خامنه‌ای، د اسلامي انقلاب مشر، او د ایران اسلامي جمهوری دولت ته مبارکي وویله او د ایران خلکو ته یې د پرمختګ، هوساینې او سولې هیله وکړه.

د پاکستان ولسمشر په خپل پیغام کې ټینګار وکړ چې ایران او پاکستان په تاریخي، ژبني، کلتوري او ګډ جغرافیایي لحاظ ژورې اړیکې لري، چې د کلونو په اوږدو کې یې ځواک او پیاوړتیا موندلې ده. هغه څرګنده کړه چې دا د ورورولۍ روحیه به په راتلونکو کلونو کې هم وده وکړي او دواړو هېوادونو او سیمې ته به د پراخې هوساینې، ثبات او همغږۍ زمینه برابره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په پیغام کې د ایران اسلامي انقلاب د بریا کلیزه او د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي ورځې مبارکي وویله او د اسلام‌آباد پر ژمنتیا د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا په برخه کي يي ټینګار وکړ. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر په دې پیغام کې لیکلي: «موږ د سولې، پرمختګ او هوساینې لپاره بهترینې هیلي لرو او پر خپل ژمنې ټینګار کوو چې د ایران او پاکستان اړیکې نوري هم ټینګې کړو.»

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x