د پاکستان د علماوو ناوخته راویښېدل

د پاکستان د علماوو ناوخته راویښېدل

هغه لیکنه چې ستاسو مخې ته ده، یو ځل بیا یو تریخ حقیقت راپه ګوته کوي: جګړه او افراط‌ګرایي نه پولې پېژني او نه هم خپل اصلي پالونکي ساتي.
نن چې د پاکستان د دیني علماوو شورا د افغانستان له طالبانو څخه غواړي څو پر هغه پرېکړه‌لیک عمل وکړي چې د بهر مېشتو له زرو ډېر افغان علماوو له‌خوا د افراط‌ګرایۍ پر ضد صادر سوی، دا پوښتنه راپورته کېږي چې:

ولې تاسو، د پاکستان علماوو، د افغانستان د جمهوریت د شلو کلونو په موده کې هغې فتوا ته پابند نه واست چې نن یې د افغان علماوو له خولې یادونه کوئ؟
ولې هغه مهال چې ستاسو په خاوره کې زېږېدلي او روزل سوي ترهګر، د افغانستان د بې‌ګناه خلکو وینې په کوڅو او بازارونو، جوماتونو او تکیه‌خانو، مکتبونو او پوهنتونونو کې تویولې، تاسو چپ پاتې سوئ؟
ستاسو چوپتیا، د خپل هېواد د استخباراتي کړیو او افراطي بنسټونو له ښکاره ملاتړ سره یوځای، هماغه اور لا پسې بل کړ چې نن یې ستاسو لمنه نیولې ده.

څنګه چې نن، هماغه د افراط‌ګرایۍ لمبې چې ستاسو له خاورې راپورته سوې، ستاسو د سرتېرو وینې تویوي او ستاسو امنیت له منځه وړي، ناڅاپه مو د «عدم تشدد فتوا» راپه یاد کړې ده؟

که دا ویښیدنه رښتینې وي، نو باید د تېرو تېروتنو له منلو او جبران څخه پیل سي، نه دا چې نورو ته ناوخته سپارښتنې وسي.
او که دا ناوخته غوښتنه د تېرو مسؤلیتونو له منلو سره مل نه وي، نو تر دې چې د حل لار وي، د خبرو او کړنو ترمنځ د نفاق نښه به وي.

د افغانستان د خلکو د اعتماد بحران پر سیمه‌ییزو بنسټونو او لوبغاړو، په اسانه نه دی رامنځته سوی.
د جمهوریت په شلو کلونو کې لسګونه رسمي او غیر رسمي سفرونه د افغان دولتي او دیني چارواکو له‌خوا پاکستان ته ترسره سول؛ کله په زارۍ، کله په خبرداري او کله د هغو وسلوالو او ترهګریزو ډلو د فعالیتونو له کره معلوماتو سره، چې له پاکستانه تنظیم، تمویل او سمبالېدې او د افغانستان د خلکو وینې یې تویولې.

خو اساسي پوښتنه دا ده:
ولې اوس مو دا درک کړه چې د انسان وینه تویول حرام او دردونکی کار دی؟

په داسې حال کې چې د جمهوریت پر مهال زموږ د خلکو وینې تویېدلې، د پاکستان یو شمېر رسمي بنسټونه او له سیاسي واک سره تړلي علما، نه یوازې چپ پاتې سول، بلکې کله ناکله یې داسې فتواوې صادرې کړې چې مستقیم د افغانستان د امنیتي ځواکونو او ولس پر ضد وکارول سوې.

ایا دا تاریخي هېرونه او دا ناڅاپي وجداني راویښیدنه، یوازې د یوې اعلامیې په خپرولو جبرانېدلی سي؟

طاهر محمود اشرفي وایي: «د افغانستان او پاکستان د علماوو ترمنځ د دریځونو هېڅ توپیر نسته.» دا خبره باید له دقت سره وڅېړل سي.
هو، د دیني اصولو له پلوه د تجاوز حراموالی او د ترهګرۍ ممنوعیت ګډ نظر دی؛ خو د افغانستان د جمهوریت شل کلنه عملي تجربه ښيي چې د مسؤلیت منلو، د جوړسوی تاوتریخوالي پر وړاندې د ځواب‌ویلو او د ترهګرو ډلو سره د چلند په برخه کې ژور توپیر موجود وو. په پاکستان کې ځینو رسمي علماوو او ښوونیزو مرکزونو، یا د فتواوو له لارې او یا د ښکاره همدردۍ په وسیله، د هغو ترهګرو ډلو ملاتړ کړی چې د افغانستان پر خلکو یې بریدونه کول.
دا عملي توپیر باید په ښکاره ومنل سي او ځواب ورکړل سي، نه دا چې د عمومي جملو تر سیوري لاندې پټ سي.

باید په ډاګه وویل سي: د هر بې‌ګناه انسان د وژنې توجیه، یا د دین په نوم د تاوتریخوالي مشروع ګڼل، د منلو وړ نه دي.
قرآن کریم په یوه بنسټیز اخلاقي اصل کې فرمایي: «هر څوک چې یو انسان بې له حقه ووژني، داسې ده لکه ټول انسانان یې چې وژلي وي.»
دا قطعي اخلاقي حکم باید د هرې وینا، هرې فتوا او هر رسمي بیان بنسټ وي. دین او دینی وجدان، د تاوتریخوالي د توجیه پر وړاندې لومړنی اخلاقي خنډ دی.

دا لیکنه یوازې اخلاقي یادونه نه ده؛ زموږ غوښتنه له پاکستاني دیني او دولتي بنسټونو دا ده: ایا دوی چمتو دي چې له لفظي اعلامیو هاخوا، د ترهګرو ډلو د مهار لپاره عملي لارې چارې وړاندې او عملي کړي؟
ایا دوی تیار دي چې د ترهګرو ډلو مالي سرچینې، روزنه او پناه‌ځایونه وتړي؟
ایا دوی حاضر دي هغه اسناد او شواهد افشا یا قضایي تعقیب کړي چې ښيي ځینې ډلې د بهرنیو لوبغاړو له ملاتړ څخه برخمنې وې؟
ایا د پاکستان علما، حکومت او پارلمان چمتو دي چې نور هیڅکله د افغانستان د خلکو پر ضد له ترهګرو ډلو ملاتړ ونه کړي؟

تر هغو چې دا ګامونه پورته نه سي، هېڅ پرېکړه‌لیک به دومره پیاوړی نه وي چې له لاسه تللی باور بېرته راژوندی کړي.

موږ په افغانستان کې د سولې لپاره درنه بیه ورکړې ده؛ هغه بیه چې کورنیو، ماشومانو او ټولنې په وینو او غم پرې کړې ده.
زموږ د رسنیو دنده دا ده چې د هغو کسانو غږ واوسو چې د ژوند او امنیت له حقه بې‌برخې سوي دي؛ او د سیمه‌ییزو او دیني بنسټونو مسؤلیت دا دی چې د سیاسي لوبو پر ځای، د تاوتریخوالي د بیا زېږېدو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.


د بې‌ګناه انسان وژنه، د دین او اخلاقو له نظره حرامه ده او باید په بشپړه روښانتیا وغندل سي.
د افغانستان خلک د حق غوښتنې، حساب ورکونې او شفافیت غوښتونکي دي، نه یوازې د سمبولیکو اعلامیو.
که غواړئ د دین نوم د خلکو له وینو سره ګډ نه کړئ، نو د تېرو تېروتنو د منلو او عملي جبران وخت رارسېدلی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x