د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د پاکستان د دیني علماوو شورا په یوه تازه غونډه کې له طالبانو غوښتي چې هغه پرېکړهلیک عملي کړي چې له زرو څخه زیاتو بهر مېشتو افغان دیني علماوو له لوري صادر سوی دی؛ هغه پرېکړهلیک چې د افراطګرۍ پر ضد تصویب سوی دی.
طاهر محمود اشرفي، د پاکستان د دیني علماوو د شورا مشر، دا پرېکړهلیک په سمه لاره کې یو مثبت ګام بللی او ټینګار یې کړی چې د دې پرېکړهلیک د موادو عملي کول اوس د طالبانو د موقت حکومت مسؤلیت دی.
هغه زیاته کړه: «د افغانستان او پاکستان د دیني علماوو د دریځونو ترمنځ هېڅ توپیر نسته. دواړه لوري د یو بل پر خاوره تېری او ترهګریز فعالیتونه ردوي.»
نوموړي همدارنګه وویل، د افغانستان پر خاوره یا د بل هر هېواد پر خاوره تېری د منلو وړ نه دی، او نه باید د افغانستان له خاورې د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وسي او نه هم برعکس.
دا دریځ په داسې حال کې مطرح کېږي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ امنیتي او سرحدي تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیاتېږي، او اسلاماباد له طالبانو څخه غواړي چې د افغانستان په خاوره کې د وسلوالو ډلو د مهار په برخه کې عملي ګامونه واخلي.



