د پاکستان د سیند ایالت له زندانونو څخه ۱۲۰ تنه افغان بندیان خوشې شول

د پاکستان د سیند ایالت له زندانونو څخه ۱۲۰ تنه افغان بندیان خوشې شول

د معمار پرس د خبر له مخې؛په اسلام آباد کې د افغنستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرال کونسلګرۍ د هلو ځلو په پایله کې د سیند ایالت له زندانونو څخه ۱۲۰ تنه افغانان آزاد شول.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې راتلوونکو څو ورځو کې به ۱۳۰ تنه نور بندیان هم خوشې او هېواد ته به ولېږدول شي.

سرچینې زیاته کړې، چې د ننګرهار یو تن اوسېدونکي، چې څو ورځې وړاندې یې په زندان کې ساه ورکړې وه، جسد یې د امبولانس په  وسیله هېواد ته ولېږدول شو.

د یادونې وړ ده، چې د خوشې شویو بندیانو د بېرته لېږد ټول لګښت د اسلامي امارت له لوري ورکول کېږي.

بیشتر بخوانید:  د مهاجرینو وزیر: موږ له مهاجرینو سره د ایران ملاتړ کوو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x