د افغانستان په اړه د پاکستان سیمهییز سیاست نوې مرحلې ته داخل سوی دی؛ اسلامآباد د ترهګریزو شبکو د پراخېدو او د (TTP) له لوري د کورنیو ناامنیو د زیاتېدونکي خطر له امله، په تدریجي ډول له خپل سنتي ملاتړ څخه د کابل له طالبانو لرې کېږي او د غیررسمي راپورونو پر بنسټ، د افغانستان د اپوزیسیون له مشرانو، په ځانګړي ډول له احمد مسعود او جنرال یاسین ضیا سره پټې خبرې اترې پیل کړي دي څو د یوه بدیل انتخاب تعریف وکړي. وروستي تحولونه د پاکستان او طالبانو په اړیکو کې ښيي چې د افغانستان په اړه سیمهییز سیاست نوې مرحلې ته داخل سوی؛ داسې مرحله چې په هغې کې اسلامآباد له طالبانو د خپل دودیز شریک په توګه د لرې کېدو او ورو ورو د هغو د مخالفو بهیرونو په لور د تعامل تمایل ښکاره کوي.
د دې بدلون نښې نه یوازې د پاکستان په ډیپلوماتیکو کړنو کې څرګندې دي، بلکې د دغه هېواد د اوسنیو او پخوانیو چارواکو په څرګندونو کې هم لیدل کېږي. د آصف دراني، د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخوانی ځانګړې استازی هغه خبرې چې ویل یې «د وضعیت کنټرول د طالبانو له وسه وتلی»، د هماغه لیدلوري انعکاس دی چې نن د سیمې په ډېرو امنیتي ادارو او شنونکو کې اورېدل کېږي. د سیمې استخباراتي او امنیتي ټولنې دې پایلې ته رسېدلي چې د افغانستان په خاوره کې د شلو څخه د زیاتو ترهګریزو ډلو شتون او د جهادي شبکو بېساری پراختیا، له افغانستان هاخوا پراخ ګواښ رامنځته کړی. هغه عوامل چې اسلامآباد یې د پخوا په پرتله ډېر زیات اندېښمن کړ، عبارت دي له: • د داعش خراسان د فعالیتونو زیاتوالی • د منځنۍ آسیا د ډلو تحرکات • د پاکستانی طالبانو غورځنګ (TTP) پیاوړتیا که څه هم پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې د طالبانو په ملاتړ کې مهم رول درلود، خو اوس همدغه ډله د پاکستان په داخل کې د بیثباتۍ او ناامنۍ لامل ګرځېدلې ده.
وروستي غیررسمي راپورونه چې د پاکستان لخوا د افغانستان د اپوزیسیون له مشرانو لکه احمد مسعود او جنرال یاسین ضیا سره د پټ تماس او آن د هغوی لپاره د سیاسي دفترونو د پرانیستلو غوښتنې ته اشاره کوي، که رښتیا وي، د دغه هېواد په بهرني سیاست کې ژور بدلون څرګندوي. اسلامآباد چې کلونه یې هڅه کوله له طالبانو سره د ستراتیژیک متحد په توګه کار وکړي، اوس دې پایلې ته رسېدلی چې د دې لارې دوام نه یوازې د دې هېواد امنیتي ګټې نه تضمینوي، بلکې اوږدمهاله لګښتونه پرې تحمیلوي. په ورته وخت کې، د روسیې او د اروپا د اتحادیې ځینو غړو هېوادونو هم د افغانستان د ترهګریزو شبکو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي. د افغانستان پر امنیتی وضعیت د دغو لوبغاړو انتقاد، د یوې ګډې سیمهییزې اندېښنې څرګندونه کوي.
دغه اندېښنه هغه وخت لا جوتېږي چې د طالبانو او پاکستان اړیکې د تېرو کلونو تر ټولو ټیټې سطحې ته رسېدلې او لاندې موارد د دواړو خواوو د اړیکو ثابته برخه ګرځېدلې: • پرلهپسې سرحدي جګړې • د سوداګرۍ او تبادلو درېدنه • پرله پسې امنیتي خبرداری په داسې فضا کې، د اسلامآباد نږدې کېدل د طالبانو مخالفو جریانونو ته یوازې یو تاکتیکي ګام نه ښکاري، بلکې د یوې اوږدمهاله ستراتیژۍ برخه برېښي. پاکستان هڅه کوي چې د طالبانو پر فشار سربېره، یو بدیل انتخاب هم په لاس کې ولري؛ داسې انتخاب چې که په افغانستان کې سیاسي بحران ژور سي یا د طالبانو مشروعیت لا کم سي، رول ادا کړي.
د افغانستان د اپوزیسیون لپاره هم دا یو نوې فرصت دی چې د کلونو فشار، چوپتیا او تیتپرکۍ وروسته، یو ځل بیا په سیمهییزه کچه مطرح سي او خپل سیاسي ځای تعریف کړي. ټولې دغه تحولونه دا ښيي چې د افغانستان اوسنی وضعیت په یوې حساسې نقطې کې ولاړ دی. نه طالبان د امنیتي او سیاسي بحرانونو د مهار توان لري او نه هم د سیمې هېوادونه غواړي په منفعل ډول د ناامنۍ او افراطیت د پراخېدو ننداره وکړي. له همدې ځایه ویلای سو چې د پاکستان دغه بدلون یوازې د یو ساده دریځبدلون نه دی؛ بلکې د افغانستان او سیمې په معادلو کې د یوې نوې مرحلې پیل ته اشاره کوي؛ داسې مرحله چې پکې د اپوزیسیون رول یو ځل بیا په ښکاره کېدو دی او طالبان له بېساري فشارونو سره مخ کېږي.



