د معمار پرس د خبر له مخې په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت سفیر سردار احمد شکیب د پاکستان د سرحدي سیمو له وزیر امیر مقام سره وکتل. په دې کتنه کې پاکستان ته د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له سفر وروسته د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې وشوې. د طالبانو د رسنیو د سرچینو په حواله د پاکستان د سرحدونو وزیر ویلي چې د اړوندو ادارو په مرسته د افغان مهاجرینو د POR کارت موده د یو بل کال لپاره غځول شوې ده. امیر مقام زیاته کړه چې د پاکستان حکومت “د افغان کډوالو جبري شړل نه غواړي، بلکې غواړي چې دوی په عزت او د خپلې ازادې ادارې له لارې هېواد ته ستانه شي.”
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9485
۴ میاشتی پیش
شماره خبر 9485
منتشر شده در ۱۵:۵۲ - سرطان ۲۴, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email