د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: په افغانستان کې ترهګر عناصر د ناټو وسلې کاروي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: په افغانستان کې ترهګر عناصر د ناټو وسلې کاروي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په اسلام اباد کې په یوه اقتصادي کنفرانس کې له افغانستان سره پر ګډې پولې د ترهګرۍ او ناامنیو په اړه د پاکستان اندېښنو ته اشاره وکړه او ویې ویل چی ترهګر د ناټو وسلې کاروي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له پاکستان سره همکاري وکړي. د پاکستان حکومت د ترهګرو له خوا د افغانستان له خاورې د استفادې په اړه اندېښمن دی او غواړي چی د ترهګرۍ له ستونزې سره لاس او ګرېوان شي. بلاول بوټو زرداري د ترهګرو پر ضد له کابل سره د همکارۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې پاکستان له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.

بیشتر بخوانید:  طالبان: د رغنده خبرو اترو لپاره د دوحې غونډې ته ځو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x