د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: هغه افغان کډوال چې د PoR کارتونه لري باید له هیواده ووځي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د کډوالو د راجسټریشن (PoR) کارتونو د اعتبار موده د جون په 30، 2025 پای ته رسېدلې ده، او له دې وروسته، د دې کارتونو لرونکي به غیرقانوني وګڼل شي او باید له هیواده ووځي.
وزارت خارجه پاکستان: دارندگان کارت ثبت مهاجران افغانستانی باید پاکستان را ترک کنند

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په سهار، د اسد په ۱۱، په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې په هیواد کې شاوخوا ۱.۴ ملیون افغان کډوالو ته د صادر شویو ټولو کډوالو د راجسټریشن (PoR) کارتونو د اعتبار موده د جون په ۳۰، ۲۰۲۵ پای ته رسیدلې ده.

له دې وروسته، د دې کارتونو لرونکي به غیرقانوني کډوال وګڼل شي او له پاکستان څخه د وتلو لپاره اړ دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه