د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، په داسې حال کې چې د طالبانو او پاکستاني پلاوو ترمنځ خبرې اترې په استانبول کې دوام لري، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي: «که دا خبرې بېپایلې پاتې سي، پاکستان کېدای سي له افغانستان سره ښکاره نظامي مقابله وکړي.»
ده ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې راولاړېدونکي امنیتي ګواښونه د اسلامآباد لپاره د منلو نه دي، او که طالبان د افراطې ډلو د مهار لپاره عملي ګامونه وانخلي، پاکستان به اړ سي چې مستقیم نظامي اقدام وکړي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دواړو لوریو د خبرو دوهم پړاو د ترکیې او قطر په منځګړیتوب په استانبول کې روان دی.
د دغو خبرو موخه د پولو د تاوتریخوالي کمول، د ترهګریزو بریدونو مخنیوی او د سیاسي حل لارې موندل بلل سوي دي. طالب چارواکو تر اوسه د پاکستان د دفاع وزیر د څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نهدی ښودلی، خو ځینې سرچینې وایي چې د طالبانو مشرتابه د جګړې د احتمالي شدت او د پاکستان د احتمالي سرحدي بریدونو په اړه ژوره اندېښنه لري. شنونکي باور لري چې که اختلافونه تر جګړې ورسېږي، دا به د سیمې لپاره د انساني، امنیتي او کډوالۍ یو نوی او خطرناک بحران رامنځته کړي، چې د دواړو هېوادونو په ګټه به نه وي.







