دا خبره د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف کړې ده چی پاکستاني ځواکونو له ترهګرۍ سره د مبارزې په هدف د افغانستان په خاوره کې عملیات کړي او په راتلونکي کې به هم د افغانستان له خاورې څخه د حملې په صورت کې د دغه هیواد په خاوره کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي. نوموړي په دې مرکه کې زیاته کړې، چې هوايي بریدونه هغه ډلې په نښه کوي، چې پاکستان یې د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو په نښه کولو تورنوي. د پاکستان د دفاع وزیر وویل: دا سمه ده چې موږ په افغانستان کې عملیات ترسره کړي دي او موږ به هم ورته دوام ورکړو. که پر موږ [د افغانستان له خوا] برید وشي، موږ به یې په کیکونو او کولچې هرکلي ونه کړو، پر هغوی به برید وکړو.”
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9310
۵ میاشتی پیش
شماره خبر 9310
منتشر شده در ۱۵:۵۶ - سرطان ۱۳, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email