د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ خواجه آصف، د پاکستان دفاع وزیر، د جیو نیوز له شبکې سره په یوه مرکه کې د افغانستان د طالبانو په اړه سخت دریځ خپل کړی او ټینګار یې کړی چې اسلامآباد نور له دې ډلې هېڅ تمه نه لري. آصف د افغانستان د ملکي سیمو د بمبارېدو تورونه رد کړل او ویې ویل: «موږ غبرګون ښیو او بدله اخلو، خو ملکي کسان په نښه کول زموږ طریقه نه ده. موږ منظم پوځ یو، د طالبانو په څېر بې نظمه ډله نه یو چې نه چلند پېژني، نه دین او نه سنت.» هغه د طالبانو د تېرو شلو کلونو د کړنو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه: «په شلو کلونو کې طالبانو د کابل د بېرته نیولو پرته هېڅ لاسته راوړنه نه درلوده.
نن ورځ موږ هغوی بشپړ له پامه غورځوو.» آصف د طالبانو د شریعت پر تفسیر هم نیوکه وکړه او ویې ویل: «ایا دا هغه شریعت دی چې دوی یې خپله جوړوي؟ د رسول الله شریعت دا نه دی چې کلونه د ګاونډي په کور کې اوسی، او بیا پرې برید وکړې.» د اقتصادي اړیکو په اړه آصف وویل چې طالبان که وغواړي له هرې لارې له هند سره تجارت کولی سي، خو دا کار پاکستان ته مهم نه دی؛ ځکه په پای کې دا توکي بیا هم د پاکستان په بازارونو پلورل کېږي. هغه د طالبانو ګواښونه یوازې خبرې وبللې او زیاته یې کړه: «له طالبانو څخه د اعتماد تمه کول تر هر بل حماقت ستر حماقت دی.» د پاکستان دفاع وزیر همدارنګه د سولې لپاره د ترکیې، ایران او قطر له هڅو ملاتړ کړي او دا هڅې د سیمې د ټولو هېوادونو، په شمول د افغانستان، په ګټه دي.



