د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، خواجه محمد آصف، د پاکستان دفاع وزیر، ویلي چې د جګړې د پای ته رسېدو تصور ناسم دی او دا ګواښ لا هم پر خپل ځای ولاړ دی. هغه د «سما» خصوصي شبکې په یوه مرکه کې ویلي چې هند د وروستیو ترینګلتیاوو وروسته یو ځل بیا استازيجګړې ته مخه کړې او هڅه کوي د افغانستان له لارې پر پاکستان فشار زیات کړي. آصف ټینګار کړی چې د استازيجګړې بهیر هېڅکله په بشپړ ډول نه وو درېدلی او هند اوس یو ځل بیا له همدې لارې استفاده کوي. د هغه په وینا، هند غواړي د افغانستان له خاورې د پاکستان لپاره ستونزې جوړې کړي.
د پاکستان دفاع وزیر د خپلو خبرو په بله برخه کې د امریکا رول هم یاد کړی او ویلي یې دي چې امریکایي چارواکي په ځینو بهیرونو کې اغېزمن پاتې سوي دي. هغه زیاته کړې چې اسلامآباد د افغانستان په قضیه کې د خپلو شریکانو اندېښنې په پام کې نیسي څو داسې فهم رامنځته نه سي چې یوازې د تقابل لوري ته روان دی. خواجه آصف خبرداری ورکړی چې که هڅې پایله ورنه کړي، وروستۍ پرېکړه به د پاکستان او د سیمې د هېوادونو په لاس کې وي.
هغه د طالبانو د چارواکو دا ادعا هم رد کړې چې ګواکې بریدکوونکي د افغانستان له خاورې نه دي تللي، او ویلي یې دي چې د «وانا» په پېښه کې ټولو کسانو د افغانستان تابعیت درلود. تېره میاشت پاکستان او طالبان هغه مهال په لفظي ترینګلتیا کې ښکېل سول چې اسلامآباد د افغانستان پر طالبانو تور ولګوه چې د (TTP) ملاتړ کوي. له دې وروسته د دواړو خواوو ترمنځ د سولې درې پړاوونه ترسره سول. لومړي پړاو لنډمهاله اوربند راوړ، خو وروستي دوه پړاوونه د TTP د مهار لپاره پرته له کومې څرګندې هوکړې پای ته ورسېدل.



