د پاکستان دفاع وزیر: طالبان د هند استازي ځواک ګرځېدلي دي

د کابل او اسلام‌آباد تر منځ د سیاسي کړکېچونو د زیاتېدو په دوام، د پاکستان دفاع وزیر، خواجه آصف، یو ځل بیا پر طالبانو تور پورې کړی چې هغوی د «هند استازي ځواک» ګرځېدلي.
د پاکستان دفاع وزیر: طالبان د هند استازي ځواک ګرځېدلي دي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف یو ځل بیا پر طالبانو او هند دواړو درانه تورونه څرګند کړي او ویلي یې دي، د ده لاس ته داسې شواهد راغلي چې ښيي هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د «محدودې جګړې» عملیات ترسره کوي.

آصف د چهارشنبې په ماښام، د عقرب په ۷مه، د «العربیه» له شبکې سره په مرکه کې ادعا وکړه چې د طالبانو او هند ترمنځ له پخوا راهیسې اړیکې سته. هغه زیاته کړه چې وروستۍ حمله پر پاکستاني خاوره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند د سفر له مهال‌ویش سره هم‌مهاله سوې ده.

د پاکستان د دفاع وزیر څرګنده کړه: «هیڅ شک نسته چې طالبان اوس د هند یو استازي ځواک ګرځېدلي، او هند د افغانستان له خاورې زموږ پر ضد د خپلو سیاسي حسابونو د تصفیې لپاره استفاده کوي.» دغه څرګندونې د طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ د لفظي او سیاسي کړکېچونو د دوام په لړ کې مطرح سوې دي.

له دې وړاندې هم د پاکستان چارواکو پر طالبانو تور پورې کړی وو چې د پاکستانی طالبانو غورځنګ(TTP) جنګیالیو ته یې پناه ورکړې او د هغوی د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې بې‌پروایي کوي. په مقابل کې، طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه‌دی څرګند کړی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه