د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف د جمعې په ورځ (د لړم ۹مه) د سما نیوز له ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل، که طالبان د پاکستان امنیتي ډاډ ورنه کړي، نو د هغه له عواقبو سره به مخ سي. نوموړي ټینګار وکړ چې له افغانستانه د ترهګرۍ او سرحدي بریدونو لړۍ باید په بشپړ ډول ودریږي، که نه نو د دواړو هېوادونو ترمنځ سته موافقې به خپل ارزښت له لاسه ورکړي.
آصف زیاته کړه چې پاکستان به د هېڅ یوې ډلې له لوري تروریزم ونه زغمي نه د (TTP) او نه هم د بلوچ بیلتونپالو له خوا او هر ډول سرحدي برید به د اسلامآباد له سخت غبرګون سره مخ سي. د هغه په وینا، د پاکستان استازي به د لړم په ۱۵مه (۶ نومبر) د طالبانو له پلاوي سره د خبرو د وروستیو جزییاتو د نهایي کولو لپاره ګډون وکړي. نوموړي وویل: «که پرمختګ وسي، ممکن لوړپوړي چارواکي هم له دواړو لورو سره یو ځای سي.
یو نوی میکانیزم به د نومبر په ۶مه جوړېږي څو د سرحدي فعالیتونو د څار او همغږۍ لپاره کار وکړي.» خواجه آصف دا هم څرګنده کړه چې د طالبانو پلاوي د پاکستانی طالبانو غورځنګ د غړو د انتقال په بدل کې ۱۰ میلیارد روپۍ (شاوخوا ۳۵ میلیونه ډالر) غوښتي، خو د امنیتي تضمین له ورکړې یې ډډه کړې ده.
هغه زیاته کړه: «پاکستان چمتو دی چې له دې هم زیات لګښت وکړي، خو د طالبانو حکومت د ژمنې عملي کولو ډاډ نه دی ورکړی.» د پاکستان دفاع وزیر مخکې هم ویلي وو چې د اسلامآباد او طالبانو د اړیکو عادي کېدل د پاکستانی طالبانو غورځنګ د مهارولو پورې تړلي دي، ځکه د ده په وینا، د دغه ډلې یو شمېر غړي د افغانستان په خاوره کې پناه اخیستې ده.







