د پاکستان دفاع وزیر: طالبان او ټي‌ټي‌پي له هند سره اړیکې لري

خواجه محمد آصف، د پاکستان دفاع وزیر، په تازه څرګندونو کې د افغانستان طالبان او د (TTP) ډله «بې‌باوره» بللې او ادعا یې کړې چې دواړه ډلې له هند سره اړیکې لري.
د پاکستان دفاع وزیر: طالبان او ټي‌ټي‌پي له هند سره اړیکې لري

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ خواجه محمد آصف، د پاکستان دفاع وزیر، په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان طالبان او د پاکستانی طالبانو غورځنګ ډله بې‌باوره ډلې دي او ادعا یې کړې چې دواړه له هند سره اړیکې لري.

آصف دا څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ، د جدی ۱۶مه، د جیو نیوز خبري شبکې سره په مرکه کې کړې او خبرداری یې ورکړی چې که هند تهاجمي اقدام وکړي، پاکستان به هم متقابل غبرګون وښيي.

هغه همداراز ادعا کړې چې د خیبرپښتونخوا ایالت ځینو چارواکو د پاکستانی طالبانو غورځنګ غړو ته اجازه ورکړې ده چې له ځایي خلکو څخه په زور پیسې واخلي. دا تورونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان د دولتي بنسټونو او پاکستاني طالبانو ترمنځ ترینګلتیا زیاته سوې او پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د دې ډلې بریدونه ډېر سوي دي.

د پاکستان دفاع وزیر د خپل هېواد امنیتي وضعیت ته په اشارې وویل چې د اسلام‌اباد حکومت د کورنیو او سیمه‌ییزو ګواښونو په وړاندې روښانه دریځ لري او که اړتیا وي، لا پرېکنده اقدامات به هم ترسره کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان د دولت او پر افغانستان واکمنو طالبانو ترمنځ اړیکې په شدیده توګه ترینګلې سوې دي او دواړو لورو څو ځله یو پر بل د یاغي ډلو د ملاتړ تورونه لګولي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x