د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د دفاع وزیر په یوه جنجالي وینا کې د افغان کډوالو د ایستلو د پالیسۍ مخالفین “د پاکستان دښمنان” وبلل.
خواجه محمد آصف ټینګار وکړ چې هغه کسان چې دې هیواد ته “بې احترامي” کوي د پاتې کیدو حق نلري او د “ملي امنیت ساتلو” لپاره د دوی اخراج اړین دی.
دا څرګندونې د وروستیو لاریونونو او په ناکراریو کې د ځینو افغانانو د ګډون راپورونو په تعقیب کې راغلې دي.
له بلې خوا، دا پالیسي له پراخو نیوکو سره مخ ده، ځکه چې ډیری کډوال کلونه وړاندې د جګړې او ناامنۍ له امله له افغانستان څخه وتلو ته اړ شوي وو.
خو د پاکستان حکومت د “امنیتي ګواښونو” په خاطر د اخراج پروسې پر دوام ټینګار کوي.