د پاکستان دفاع وزیر: د افغانستان سره د سوداګرۍ کمېدل د پاکستان په ګټه دي

د کابل او اسلام‌آباد تر منځ د سرحدي او سوداګریزو کړکیچونو او د تجارتي لارو د تړل کېدو وروسته، د پاکستان دفاع وزیر وايي چې د افغانستان سره د سوداګرۍ کمېدل د پاکستان په ګټه تمامېږي.
د پاکستان دفاع وزیر: د افغانستان سره د سوداګرۍ کمېدل د پاکستان په ګټه دي

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د کابل او اسلام‌آباد تر منځ د وروستیو سرحدي شخړو او سوداګریزو اختلافونو په دوام کې، خواجه محمد آصف، د پاکستان دفاع وزیر، د طالبانو اقتصادی مرستیال عبدالغني برادر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کمېدل به د اسلام‌آباد لپاره ګټور وي.

هغه ټینګار کړی چې د سوداګریزو اړیکو کمېدل به د قاچاق د مخنیوي او د دواړو هېوادونو د پولو د ښه کنټرول لپاره ګټور تمام سي. عبدالغني برادر د چهارشنبې په ورځ افغان سوداګرو ته ویلي وو چې د پاکستان په سوداګرۍ تکیه کمه کړي او د صادراتو او وارداتو لپاره بدیله لارې پیدا کړي. دغه څرګندونې وروسته له هغې سوې چې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتو له کبله د تورخم بندر تړل سوی او سوداګریز فعالیتونه درېدلي دي. افغان سوداګر وایي چې د پولو تړل کېدل میلیونونه افغانۍ مالي زیان ور اړولی دی.

خو د پاکستان دفاع وزیر وايي چې د افغانستان سره د سوداګرۍ کمېدل به د پاکستان اقتصاد ته هېڅ زیان ونه رسوي. آصف د جیونیوز سره په خبرو کې ویلي: «دا د افغانستان داخلي موضوع ده. که هغوی د ایران، ترکیې، ترکمنستان یا آن د هند له لارې توکي واردوي، زموږ لپاره هېڅ توپیر نه کوي. دا پرېکړه زموږ اقتصاد ته زیان نه رسوي، بلکې زموږ لپاره د آرام سبب کېدای سي.»

هغه ادعا وکړه چې له افغانستان سره سوداګري د قاچاق او د ترهګرو د تګ راتګ زمینه برابروي. آصف زیاته کړه: «هغه توکي چې د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته ځي، یوه برخه یې بېرته پاکستان ته راوړل کېږي. نو که افغانان بدیله لارې غوره کړي، دا زموږ لپاره اقتصادي ګواښ نه دی.»

هغه همدارنګه وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ کمېدل کولی سي د سوداګرۍ په پلمه د ترهګرو د داخلیدو مخه ونیسي او د پولو مدیریت د پاکستان لپاره اسانه کړي. له بلې خوا، عبدالغني برادر ټولو افغان سوداګرو او صنعتکارانو ته سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره خپلې بدیله سوداګریزې لارې عملي کړي.

هغه خبرداری ورکړی: «له درې میاشتو وروسته، هر هغه سوداګر چې له پاکستان سره سوداګري ته دوام ورکړي، د طالبانو د حکومت له ملاتړ او همکارۍ به بې‌برخې سي.» په همدې حال کې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا لامل سوې چې دواړه خواوې د سوداګریزو کاروانونو د تګ راتګ لپاره د پولو د پرانیستو په اړه خبرې ونه کړي. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پولو له تړل کېدو وروسته، په پاکستان کې د ځینو خوراکي توکو بیې لوړې سوې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x