د پاکستان دفاع وزير: په کابل کې اصلي قدرت د هند د استازو ځواکونو په لاس کې دی

خواجه محمد آصف، د پاکستان دفاع وزير، د استانبول په خبرو اترو کې د طالبانو هیئت بې‌صلاحیته وباله او ادعا یې وکړه چې «په کابل کې اصلي قدرت د هغو عناصرو په لاس کې دی چې د هند د استازی ځواک په شکل بدل سوي دي.»
د پاکستان دفاع وزير: په کابل کې اصلي قدرت د هند د استازو ځواکونو په لاس کې دی

خواجه محمد آصف، د پاکستان دفاع وزير، د طالبانو د هغو وروستیو ګواښونو په غبرګون کې چې مطرح سوي دي، د استانبول د مذاکراتو د دغه ډلې هیئت بې‌صلاحیته وبللو او ادعا یې وکړه چې «په کابل کې اصلي قدرت د هغو ډلو په واک کې دی چې له هند سره همغږي دي او د دغه هېواد د استازی ځواک په توګه عمل کوي.»

د دفاع وزير د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل: «هغه هیئت چې زموږ سره د مذاکراتو لپاره استانبول ته راغلی وو، د پرېکړې کولو صلاحیت نه درلود. موږ له هغو کسانو سره خبرې وکړې چې واک یې نه‌درلود.» هغه زیاته کړه: «په کابل کې اصلي واک له هغه ګروپونو سره دی چې له هند سره همغږي دي او د هغه هېواد د استازی ځواک په توګه عمل کوي.»

د پاکستان د دفاع وزير د طالبانو د چارواکو هغه خبرداریو ته چې د افغانستان د بشپړتیا د دفاع خبره کوي، په تهدیدي ژبه ځواب ورکړ او ویې ویل: «که څوک جرئت وکړي چې اسلام‌آباد ته بد نظر واچوي، موږ به د هغوی سترګې راوباسو.» دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د استانبول د مذاکراتو د ناکامېدو وروسته، د طالبانو او پاکستان تر منځ کړکېچ زیات سوی او دواړو لوریو د یو بل په پارولو، مداخلې او تهدید تورن کړي.

https://memar.press/ps/%d8%af-%da%89%d8%a7%d9%84%d8%b1%d9%88%d8%8c-%d8%aa%d9%88%d9%85%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%88-%da%a9%d9%84%d8%af%d8%a7%d8%b…
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه