د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر مرستیال په خیبر پښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان پر قومندان حافظ ګل بهادر باندې د وروستي برید له امله احضار کړ. پاکستان له طالبانو وغوښتل چې دغه برید په بشپړه توګه وڅېړي او سمدستي اقدام وکړي. پاکستان وايي، دا برید د سیمې امنیت ته د ترهګرۍ جدي ګواښ څرګندوي. د پاکستان پوځ وايي، د حافظ ګل بهادر ډله په افغانستان کې مېشته ده او پوځ به یې د افغانستان د ګواښونو پر وړاندې لازم اقدامات وکړي. طالبانو تل د افغانستان له لوري پر ګاونډیو هېوادونو هر ډول برید رد کړی دی.

- 53
- کې خپور شو 3:20 ب.ظ
- د خبر شمیره 9534
- July 18, 2024
- کې خپور شو 3:20 ب.ظ
- د خبر شمیره 9534
- July 18, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

له سیمې څخه د ۷۴۵ افغان کډوالو کورنیو بېرته ستنېدل
7 ساعتونه پیش


تاجیکستان له طالبانو څخه د بخښنې غوښتنه وکړه
7 ساعتونه پیش

0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments