د پاکستان له خوا د افغانستان په سرحدي سیمو، په ځانګړي ډول په ننگرهار او پکتیکا کې د بمبارۍ پېښې، د طالبانو او اسلامآباد تر منځ د اړیکو په برخه کې د نوې مرحلې د پیل نښه ده؛ هغه مرحله چې ښايي دا اړیکې له پراخو ډیپلوماټیکو او امنیتي اختلافاتو څخه تېرې سوي او مستقیمې نظامي مقابلې ته رسېدلي دي.
د پاکستان هوایي بریدونه، چې ادعا کېږي د تحریک طالبان پاکستان د پټنځایونو په هدف ترسره سوي، د اسلامآباد په امنیتي تګلاره کې د پام وړ بدلون څرګندوي؛ بدلون چې ښايي پاکستان د پټو فشارونو له تګلارو څخه د تېرېدو او د پولو هاخوا نظامي اقداماتو ته اشاره کوي.
د پاکستان له خوا د افغانستان په سرحدي سیمو، په ځانګړي ډول په ننگرهار او پکتیکا کې د بمبارۍ پېښې، د طالبانو او اسلامآباد تر منځ د اړیکو په برخه کې د نوې مرحلې د پیل نښه ده؛ هغه مرحله چې ښايي دا اړیکې له پراخو ډیپلوماټیکو او امنیتي اختلافاتو څخه تېرې سوي او مستقیمې نظامي مقابلې ته رسېدلي دي.
د پاکستان هوایي بریدونه، چې ادعا کېږي د تحریک طالبان پاکستان د پټنځایونو په هدف ترسره سوي، د اسلامآباد په امنیتي تګلاره کې د پام وړ بدلون څرګندوي؛ بدلون چې ښايي پاکستان د پټو فشارونو له تګلارو څخه د تېرېدو او د پولو هاخوا نظامي اقداماتو ته اشاره کوي. دغه بدلون د پاکستان د کورنیو امنیتي ناکامیو نتیجه ګڼل کېږي؛ په داسې حال کې چې حکومت او امنیتي بنسټونه د تیتیپي د تاوتریخوالي او بریدونو په کنټرولولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي او هڅه کوي د کړکېچ سرچینه له خپلو پولو بهر ولیږدوي.
په مقابل کې ، طالبان دغه بریدونه «د افغانستان پر خاورې تېری» ګڼي او د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه یي بولي. دغه دریځ ښايي چې طالبان، برعکس د تیرو وختونو چې د پاکستان سره يي يو څه د احتیاط تګلاره درلوده، اوس د یو سخت او ټینګې تګلارې په لور حرکت کوي. واقعیت دا دی هغه اړیکې چې مخکې د امنیتي همکارۍ او ګډو ګټو پر اساس جوړې سوې وې، اوس د ستراتیژیک لېرېوالي په مرحله کې دي؛ له یوې خوا طالبان د تحریک طالبان پاکستان ( ټی ټی پی) مستقیم مسؤلیت منلو ته حاضر نه دي، او له بلې خوا، پاکستان د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان د دې ډلې خوندي پناه ځای ګڼي.
سره له دې، د پاکستان امنیتي اندېښنې هم بې بنسټه نه دي. د اسلامآباد له نظره، د تحریک طالبان پاکستان غړي د افغانستان له خاورې د پلان جوړونې، روزنې او د پاکستان پر اهدافو د بریدونو د ترسره کولو لپاره کار اخلي، چې دا د دغه هېواد پر ملي امنیت مستقیم ګواښ ګڼل کېږي. په دې چوکاټ کې، د پاکستان پوځي اقدامات د یوې «مخکینۍ دفاع» په توګه ارزول کېدای سي؛ هڅه د دې لپاره چې د ګواښ ډګر له پولو بهر ولیږدوي او د کورني امنیت فشار کم کړي. سره له دې، تجربه ښايي چې د پولو هاخوا نظامي حل نه یوازې د ګواښ د کمښت تضمین نه کوي، بلکه کولای سي د پاکستان په ضد وینا ځواکمنه ، د طالبانو سیاسي مشروعیت په افغانستان کې لوړ کړي او په پولهایزو سیمو کې د تاوتریخوالي دوره بیا تولید کړي.
په ستراتېژیکه کچه، اوسنی وضعیت د یوې خطرناکې «عمل او عکسالعمل» دورې د رامنځته کېدو په حال کې دی: د پاکستان پوځي بریدونه د طالبانو سیاسي او امنیتي غبرګون راولاړوي، او دغه غبرګونونه بیا د اسلامآباد د راتلونکو اقداماتو د زیاتوالي زمینه برابروي. د ګډ امنیتي میکانیزم نشتوالی او د دواړو خواوو ترمنځ د منظمو خبرو اترو نشتوالی، دغه کړکېچ له یوه موقتي اختلاف څخه یوې جوړښتي شخړې ته اړوي. که د کړکېچ د مدیریت، د تیتیپی د چلند د څرنګوالي په اړه د موافقې او د سیمهییزې امنیتي همکارۍ چوکاټ جوړ نه سي، دغه کړکېچونه به یوې اوږدمهاله او ستړې کوونکې شخړې ته واوړي، چې نه یوازې د افغانستان او پاکستان ثبات، بلکه د ټولې سیمې امنیت به له جدي خطر سره مخ کړي.



