د پاکستان او بریتانیا چارواکو د افغانستان د پناه غوښتونکو د انتقال په اړه خبرې کړي

د پاکستان او بریتانیا چارواکو په یوه رسمي لیدنه کې، د امنیتي او مهاجرتي موضوعاتو ترڅنګ، د افغانستان د پناه غوښتونکو بریتانیا ته د انتقال په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان او بریتانیا چارواکو د افغانستان د پناه غوښتونکو د انتقال په اړه خبرې کړي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ په داسې حال کې چې زرګونه افغان پناه غوښتونکي په پاکستان کې د بیا مېشتېدو په انتظار دي، طلال چودري، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال، د جمعې په ورځ له بارونس چپمن، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، سره د امنیتي، مهاجرتي او د افغان مهاجرینو اړوند مسایلو په اړه خبرې وکړې. بریتانیا ته د افغانستان د پناه غوښتونکو د انتقال موضوع هم د دې لیدنې یو مهم محور وو.

د پاکستاني رسنیو له قوله، دواړو غاړو په دې لیدنه کې په مهاجرتي برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ ژورولو، د انسان قاچاق مخنیوي او سیمه‌ایز ثبات د تأمین په اړه ټینګار کړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال په داسې حال کې د افغان پناه غوښتونکو د بریتانیا ته د انتقال د چټکولو غوښتنه کړې، چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د روان کال د ډسمبر تر پایه د پاکستان میشتو شاوخوا شپږ زره افغان پناه غوښتونکو، په ګډون د ۳۶۷ افغان ښځو او انجونو د پناه اخیستلو غوښتنې رد کړې دي.

په اوس وخت کې، زرګونه افغان پناه غوښتونکي په پاکستان کې د انتقال او بیا مېشتېدو په انتظار د بې‌برخلیکۍ په وضعیت کې ژوند کوي.

«پاکستان تودي» رسنۍ راپور ورکړی چې د بریتانيې د دې چارواکي سفر پاکستان ته په داسې حال کې ترسره سوی چې د دواړو هیوادونو اړیکې بې‌سارې کچې ته رسیدلي او دوه اړخیز تجارت له ۵.۵ میلیاردو پونډو څخه اوړي.

د راپور پر بنسټ، اوس مهال په پاکستان کې له ۲۰۰ څخه زیات بریتانيایي شرکتونه فعالیت لري چې دواړو هیوادونو کې اقتصادي وده رامنځته کړې ده.

بارونس چپمن ویلي چې پاکستان د بریتانیا لپاره یو «حیاتی شریک» دی. هغې زیاته کړې: «موږ د سازمان‌یافته جرمونو او غیرقانوني مهاجرت پټ عواملو سره یوځای مقابله کوو تر څو دواړه هیوادونه خوندي سي.»

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x