د پاکستان او ایران سفیران به د روانې اونۍ تر پایه تهران او اسلام اباد ته ستانه شي

د پاکستان او ایران سفیران به د روانې اونۍ تر پایه تهران او اسلام اباد ته ستانه شي

د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزارتونو په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان کړی چې د دواړو هېوادونو سفیران به د روانې اونۍ تر پایه یعنې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۲۶مې په تهران او اسلام اباد کې خپلو دندو ته ستانه شي. په دغه بیانیه کې چې نن دوشنبه (د دلو ۲مه) خپره شوه، راغلي چې دغه موافقه د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او د پاکستان د موقت بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني ترمنځ د ټیلیفوني خبرو په ترڅ کې شوې ده. په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د پاکستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني په بلنه به د جنورۍ په ۲۹مه اسلام اباد ته سفر وکړي.

بیشتر بخوانید:  د اروپايي ټولنې استازی: هند په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له فعالیتونو اندېښمن دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x