د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې د کړکیچ د زیاتیدو د احتمال په اړه خبرداری

د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې د کړکیچ د زیاتیدو د احتمال په اړه خبرداری

د معمار پرس د راپور له مخې، د Daijiworl هندي رسنۍ په دې وروستیو کې ویلي چی په افغانستان کې دننه د ترهګرو ډلو په نښه کولو لپاره د لوړ پوړو پاکستاني چارواکو او وزیرانو پرله پسې ګواښونو په سیمه کې د لا بې ثباتۍ ویره راپارولې ده. دغې هندي رسنۍ زیاته کړې، چې د پاکستان د کورنیو امنیتي ستونزو د اصلي لاملونو په څېړلو کې پاتې راتلل او پر افغان طالبانو تور لګول به د اسلام اباد او کابل تر منځ ترینګلې اړیکې نورې هم اغېزمنې کړي. باید وویل شي، چې په تېرو دوو کلونو کې اسلام اباد په وار وار کابل د پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورن کړی او ادعا کوي، چې د دغې ډلې جنګیالي په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري. له بلې خوا په کابل کې طالب چارواکو د پاکستان تورونه رد کړي او په ځلونو یې ټینګار کړی چې په هغه هېواد کې ناامني او وسله وال بریدونه داخلي ریښې لري او په افغانستان پورې اړه نه لري.

بیشتر بخوانید:  په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د طالبانو د ځانمرګي برید په اړه غبرګونونه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x