د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ الفلاح بانک چې د پاکستان تر ټولو سترو سوداګریزو بانکونو څخه دی، ویلي چې په افغانستان کې یی خپل فعالیت درولی او د دې خاورې څخه د وتلو پرېکړه یې کړې ده.
دا پرېکړه د سې شنبې په ورځ، د یوې رسمي خبرپاڼې له لارې د پاکستان بورس ته رسماً ور لېږل سوې ده.
د پاکستان «بزنس ریکارډر» ورځپاڼې راپور ورکړی چې الفلاح بانک په افغانستان کې د خپل بانکي فعالیت د سپارلو وړاندیز غضنفر بانک ته کړی دی. د راپور له مخې، د پاکستان دولتي بانک او د افغانستان مرکزي بانک هم د څار او څېړنې لپاره اړین رسمي جوازونه غضنفر بانک ته ورکړي، څو یاد بانک د احتمالي لېږد او سپارنې د ارزونې بهیر پیل کړي.
الفلاح بانک چې د عربي اماراتو او پاکستاني پانګوالو د ګډې ډلې په واک کې دی، له ډېرو کلونو راهیسې په افغانستان کې د اسلامي سوداګریز بانک په توګه کار کاوه، او څانګې یې د هیواد د بانکي چوکاټ یوه مهمه برخه جوړوله.
د دې بانک وتل په داسې حال ترسره کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې په وروستیو میاشتو کې د پولو د شخړو او د لارو د تړل کېدو له کبله ترخې سوې دي، او د دواړو هیوادونو پر مالي او بانکي نظام یې ناوړه اغېزي کړي دي.




