د پاکستاني پوځ لخوا د افغان کډوالو پر موټر ډزې

د پاکستاني پوځ د ځواکونو لخوا په بلوچستان ایالت کې د افغان کډوالو پر یو موټر ډزې وسوې، په پایله کې دوه ښځې وژل سوې او درې نور ټپیان سوي دي.
د پاکستاني پوځ لخوا د افغان کډوالو پر موټر ډزې

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د پاکستاني پوځ د ځواکونو لخوا په بلوچستان ایالت کې د افغان کډوالو پر یو موټر ډزې وسوې، په پایله کې دوه ښځې وژل سوې او درې نور ټپیان سوي دي.

 د پاکستان د داون ورځپاڼې له راپور سره سم، دا پېښه د بلوچستان ایالت په جنوب‌لویدیځ پاکستان کې د پنجګور ولسوالۍ پورې اړوند پروم سیمې کې رامنځته سوې ده.

د راپور پر بنسټ، د پاکستان امنیتي ځواکونو دوه موټرونه چې د افغان کډوالو وو ،د دريدو امر ورکړ. خو کله چې یو موټر هڅه وکړه له ځایه ووځي، پوځیانو پرې ډزې وکړې. د دې ډزو په پایله کې دوه ښځې ووژل سول او درې نور ټپیان سول.

د پاکستاني امنیتي چارواکو په وینا، دغه افغانان په غیر قانوني توګه دې هېواد ته داخل سوي وو او غوښتل یې د پاکستان له لاري اروپا ته خپلې کډوالې ته دوام ورکړي.

د قربانیانو او ټپیانو جسدونه یو محلي روغتون ته لیږدول سوي او امنیتي ځواکونو د موټر پاتې افغان اتباع بنديان کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x