د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاسپورټ د شاخص په وروستۍ نړیواله درجه بندۍ کې چې د هینلي انسټیټیوټ لخوا ترسره شوې، افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ تر ټولو کمزوری پاسپورت لري. دغه انسټیټیوټ په خپل راپور کې زیاته کړې چې د سینګاپور پاسپورټ په نړۍ کې لومړی مقام لري او د دغه هېواد اتباع کولای شي ۱۹۲ هېوادونو ته سفر وکړي. درې هېوادونه جرمني، ایټالیا او اسپانیا په ګډه په دویم ځای کې دي او اووه هېوادونه، اتریش، فنلنډ، فرانسه، جاپان، لوګزامبورګ، سویلي کوریا او سویډن په درېیم ځای کې دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=5399
۱ کال پیش
شماره خبر 5399
منتشر شده در ۱۶:۰۳ - سرطان ۲۸, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email