د ټرمپ نوی فرمان؛ امریکا ته د افغانستان د وګړو ننوتل منع سول

د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوي فرمان له صادرېدو وروسته، افغانستان د یو شمېر نورو هېوادونو ترڅنګ امریکا ته د بشپړ سفر د بندیز په نوي لېست کې شامل سو.
د ټرمپ نوی فرمان؛ امریکا ته د افغانستان د وګړو ننوتل منع سول

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ امریکا ته د سفر بندیز پراخ کړی او ۱۲ هېوادونه، د افغانستان په ګډون، یې د «لوړ خطر لرونکو هېوادونو» په نوملړ کې شامل کړي دي.

د دې اعلامیې له مخې، ټرمپ د یوه نوي اجرایي فرمان په لاسلیک کولو سره د یادو هېوادونو د ټولو وګړو امریکا ته د ننوتلو اجازه په بشپړ ډول لغوه کړې ده.

د دې پرېکړې په وضاحت کې ویل سوي چې هغه هېوادونه چې د دې فرمان تر پوښښ لاندې راغلي، د امنیتي څېړنو، د معلوماتو د تبادلې او د مخکنې شالید پلټنې په برخه کې له «جدي او دوامدارو نیمګړتیاوو» سره مخ دي، او دا وضعیت د امریکا ملي امنیت ته ګواښ بلل کېږي.

د دې بندیز په لومړني لېست کې د افغانستان ترڅنګ د میانمار، چاد، د کانګو جمهوریت، استوایي ګینه، اریتریا، هایټي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن نومونه شامل دي.

خو سپینې ماڼۍ زیاته کړې چې ټرمپ وروسته نور هېوادونه هم دې لېست ته ور زیات کړي دي، چې پکې بورکینافاسو، مالي، نایجر، جنوبي سوډان، سوریه، فلسطین، لاوس، سیرالیون، بورونډي، کیوبا، توګو او ونزوېلا شامل دي.

همدارنګه، د یو شمېر نورو هېوادونو پر وګړو محدود او جزئي بندیزونه هم لګول سوي دي، چې په کې انګولا، انتیګوا او باربودا، بنین، عاج ساحل، دومینیکا، ګابن، ګامبیا، مالاوي، موریتانیا، نایجیریا، سینیګال، تانزانیا، تونګا، زامبیا او زیمبابوې شامل دي.

سپینې ماڼۍ ټینګار کړی چې دا نوی فرمان د کورنی مهاجرت ویزو هغه پراخ معافیتونه محدودوي چې د امریکايي چارواکو په وینا، د «درغلۍ او ناوړه استفادې احتمال» پکې سته؛ خو ځینې ځانګړي او استثنايي معافیتونه به لا هم پر خپل حال پاتې وي.

د دې پرېکړې په غبرګون کې، په امریکا کې د افغان پناه غوښتونکو د ملاتړ بنسټ «افغان ایوک» اعلان کړی چې دا فرمان ان د ځانګړو مهاجرتي ویزو (SIV) لرونکو افغانانو معافیتونه هم لغوه کړي دي. د دې بنسټ په وینا، یاد کسان له سختو او دقیقو امنیتي څېړنو تېر سوي وو او د امریکا د قوانینو له مخې، د امریکايي ماموریتونو سره د مستقیمې همکارۍ له امله د دغو ویزو وړ بلل کېدل.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې د ټرمپ د نوي فرمان پلي کېدل به د افغان کورنیو د لا زیات جلاوالي، د زرګونو پناه غوښتونکو د برخلیک د نامعلوم پاتې کېدو، او «د امریکا د متحدینو، په ځانګړي ډول هغو افغانانو ته د جدي زیان» لامل سي چې کلونه کلونه یې د امریکايي ځواکونو او ډیپلوماتانو ترڅنګ خدمت کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x